Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

ستانکزی: د سیمې او ګاونډیو هېوادونو همکاري د افغانستان د ټيکاو لپاره مهم ده

د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال شېر محمد عباس ستانکزي په افغانستان کې د ثبات لپاره د ګاونډیو هېوادونو همکاري مهمه بولي.

ښاغلي ستانکزي (له ګاونډیو هېوادونو سره د افغانستان د اړیکو د راتلونکي) تر سرلیک لاندې غونډه کې وویل چې کابل له ګاونډیو هېوادونو او نړۍ سره مثبتې او فعالې سیاسي اړیکې غواړي.

نوموړی ټینګار کوي، که ګاونډي هېوادونه له سرپرست حکومت سره همکاري ونه کړي، په افغانستان کې به اوسنۍ ستونزې دوه برابره شي.

نوموړی همدارنګه وايي چې له افغانستانه د نړۍ هېوادونو په وړاندې به هېڅ ډول ګواښ موجود نه وي.

د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرسیتال شېر محمد عباس استانکزی وايي:«اسلامي امارت دې ته ژمن دی چې له خپلو ګاونډیو، د سیمې له هېوادونو، او له ټولې نړۍ سره مثبتې او فعاله سیاسي اړیکې ولري.»

ښاغلی ستانکزی د سیمې د هېوادونو یووالی د نورو هېوادونو د لاسوهنې د مخنیوي لپاره مهم ګڼي:«افغانستان او ګاونډي هېوادونه باید په دې کوښښ وکړي چې د اروپا په څېر په دغې سیمه کې یو واحد نظام رامنځته کړي؛ کله چې اروپایان دا کار کولای شي، موږ یې ولې نه شو کولای؟»

ورته مهال د سټراټېژیکو او سیمه ییزو مطالعاتو رییس په دې غونډه کې له اسلامي امارته وغوښتل چې، له ګاونډيو هېوادونو سره پر خپلو اړیکو بیا کتنه وکړي.

د سټراټېژیکو او سیمه ییزو مطالعاتو مرکز رییس شاه رخ روفي څرګنده کړه:«هغه واقعیت چې سیمه هغه باید ومني دا دی چې افغانستان د ښکېلاک په وړاندې له جهاد او مبارزې وروسته، نوي برخې ته پښه اېښې ده او په تعاملاتو او اړیکو کې یې بدلونونه څرګند شوي دي؛ نو څرګنده ده چې د افغانستان ګاونډیان هم په یو ډول خپل تعامل او اړیکې د دغه بدلوني وضعیت په رڼا کې هرکلی کړی دی.»

بلخوا د پېښور د اسټراټېژیکو او سیمه ییزو مطالعاتو مرکز رییس محمد اقبال خلیل وايي:«د افغانستان د ملت هغه پیسې چې نورو هېوادونو غصب کړې دي باید ازادې کړي.»

واک ته د اسلامي امارت له بیا رسېدو شاوخوا لس میاشتې تېرې شوي؛ خو لا تر اوسه د ګاونډیو هېوادونو په ګډون هېڅ هېواد په رسمیت نه دی پېژندلی.

ښاغلی ستانکزی همدارنګه وايي چې له افغانستانه د نړۍ هېوادونو په وړاندې به هېڅ ډول ګواښ موجود نه وي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه