Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

ازبکستان د افغانستان په اړه د یوې سرمشریزې کوربتوب کوي

ازبکستان به راتلونکې زېږدیزې میاشت کې د افغانستان په اړه د یوې سرمشریزې کوربه وي. تاشکند په‌دې غونډه کې د ګډون په موخه کابل ته هم بلنه ورکړې ده.

د ازبکستان د ملي امنیت سلاکار وايي، تاشکند له کابل سره د سیمې پر امنیت، د اقتصادي وضعیت د ښه‌والي او سیاسي همکاریو په اړه خبرو ته لېواله دی.

ټاکل شوې په‌دې غونډه کې د سیمې او نړۍ مهم استازي ګډون وکړي.

ورته مهال د بهرنیو چارو وزارت وايي، د بهرنیو چارو وزارت سرپرست امیر خان متقي به د یوه لوړ پوړي دولتي پلاوي په مشرۍ ازبکستان ته لاړ شي.

د بهرنیو چارو وزارت د ویاند مرستیال ضیا احمد تکل وايي: «ښاغلي عبدالعزیز کاملوف د جولای په ورستیو کې په ازبکستان کې د دوی په کوربه‌توب د سیمې او نړۍ د هېوادونو او نړۍ د هېوادونو او ادارو د لوړ رتبه استازو تر منځ د جوړېدونکي سیاسي او اقتصادي کنفرانس په هلکه له محترم متقي صاحب سره معلومات شریک کړل او په‌کې د ګډون بلنه یې ورکړه.»

خو لا هم څرګنده نه‌ده چې په‌دې غونډه کې به د کومو هېوادونو استازي ګډون کوي او د دې غونډې اجنډا به څه وي، خو د ازبکستان د ملي امنیت سلاکار د اسلامي امارت له چارواکو سره په کتنه کې ویلي چې تاشکند غواړي په‌دې غونډه کې  د دواړو هېوادونو تر منځ د اړیکو، د سیمه‌ییز امنیت د ارزولو، د ټرانزیيټ د پیاوړتیا او د افغانستان د  سیاسي مسایلو په هکله خبرې وکړي.

د نړیوالو اړیکو شنونکی  نصیر احمد حیدري وايي: «دا کنفرانس د افغانستان لپاره یو نوی فرصت جوړوي، څو وکولای شي، له نړۍ سره د تعامل لپاره یو بل ګام پورته کړي.»

په وروستیو لسو میاشتو کې د ملګرو ملتونو په ګډون ډېری هېوادونو او نړیوالو سازمانونو په افغانستان کې د روانو چارو په تړاو په ځلونو نړیوالې غونډې کړې دي چې په ډېری دې غونډو کې د سرپرست حکومت چارواکي هم بلل شوي وو، خو دا  غونډې تر کومه بریده د افغانستان په ګټه وې؟

د نړیوالو اړیکو شنونکی سید سجادي وايي: «د افغانستان په اړه سیمه‌ییز او نړیوال کنفرانسونه په خپله نه‌شي کولای د افغانستان ستونزې له منځه یوسي، تر څو په کور دننه بنستیز ګامونه پورته نه‌شي.»

د ښځو د حقونو فعاله مولوده توانا وايي: «په دا ډول ناستو کې د ښځو ګډون چې له ستونزو سره لاس او ګریوان دي او په عملي ډګر کې دي او د کابل لارو کوڅو کې د ازادۍ لپاره مبارزه کوي، د دوی نظرونه باید په‌کې وي او د افغانستان د ښځو اصلي استازۍ هم له دې ځایه غوره شي.»

ازبکستان په داسې حال کې د افغانستان د سولې په تړاو د غونډې د جوړېدو خبره کوي چې د اسلامي امارت له بیا راتګه د څه باندې لسو میاشتو په تېرېدو سره د سیمې هېوادونو په تېره بیا د افغانستان ګاونډيو هېوادونو تر اوسه سرپرست په رسمیت نه‌دی پېژندلی.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه