Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د سپین بولدک-چمن له لارې د تګ راتګ ستونزې ډېرې شوي

یو شمېر مسافر چې د سپین بولدک-چمن له لارې تګ-راتګ کوي، وايي، پر دې لار د تګ-راتګ پر مهال له ډېرو ننګونو سره مخ دي.

اوس‌مهال د کندهار اوسېدونکي په تذکرو او د چمن او قلعه عبدالله سیمي شناختي کارډ لرونکي پر دې لار تګ راتګ کولای شي، خو ډېری وختونه هغه کسان هم پر دې لار نه پرېښودل کېږي چې قانوني اسناد لري.

د غزني ولایت اوسېدونکی بسم‌الله دوه ځله هڅه کړې چې د چمن او سپین بولدک تر منځ لاره پاکستان ته لاړ شي، خو وايي، اجازه نه‌ده ورکړل شوې، ځکه پر دې لار یوازي د کندهار اوسېدونکي پر تذکرو تګ-راتګ کولای شي.

د غزني ولایت اوسېدونکی بسم‌الله وايي: «اجازه یې را نه‌کړه، هغه کسان چې پاسپورټ ولري او یا ناروغ ولري د تلو اجازه ورکول کېږي.»

د رزګان اوسېدونکی عبدالرحمن شاه وايي: «کله چې پوستې ته ورغلم، زنانه هم راسره وه، توند چلند یې راسره وکړ او تذکره یې راوغورځوله.»

د چمن او سپین بولدک پر لاره یوازي د کندهار اوسېدونکي په تذکرو او د چمن او قلعه عبدالله شناختي کارډ لرونکي تګ-راتګ کولای شي، خو ډېر ځله دا لار د اسناد لرونکو کسانو پر مخ هم تړلې وي، عام افغانان بیا له اسلامي امارته غواړي چې دې ستونزې ته دایمي حل لاره ولټوي.

د کندهار اوسېدونکي خان ولي وايي: «دا درېیمه ورځ ده چې راځم د کندهار تذکره هم لرم، خو بیا مې هم نه پرېږدي.»

د کندهار اوسېدونکی جان اغا وايي: «له اسلامي امارت څخه زموږ غوښتنه دا ده چې د لارې امنیت ټینګ کړي، ځکه موږ اړتیا لرو او ډاکتر ته ورځو.»

د سرپرست حکومت چارواکي وايي، دوی تر خپله وسه د مسافرو ستونزو ته د حل لارې موندلو هڅه کړې او له پاکستاني لوري سره یې په‌دې اړه خبرې کړې دي.

کمېسار حافظ عصمت الله وايي: «موږ له پاکستاني لوري سره په‌دې بحث کړی چې باید د ټول افغانستان خلک ازادانه تګ-راتګ وکړي، څو د دوی او د هغوی د خپلوانو تر منځ فاصله او جلاوالی را نه‌شي.»

د سپین بولدک او چمن تر منځ د مسافرو د تګ-راتګ لپاره تر اوسه افغان او پاکستاني لوري کومه ځانګړې تګلاره نه‌لري چې له مخې یې له مسافرو سره یو ډول چلند وشي، ځکه خو ګڼ شمېر کسان د جعلي اسنادو په وسیله هڅه کوي پر دې لار تګ-راتګ وکړي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه