د هرات د قصاباتو ټولنه وايي، د ورځې شاوخوا شپږ زره څاروي له دې ولایته ایران او پاکستان ته قاچاق کېږي.
د دې ټولنې د شمېرو له مخې، سږ کال له هراته د څارویو قاچاق دوه برابره شوی چې ۶۰ سلنه ایران او ۴۰ سلنه پاکستان ته لېږدول کېږي.
د هرات د قصابانو ټولنې مسوول عبدالقدیر رحیمزاده وايي: «موږ ته چې هره ورځ کومې شمېرې راکول کېږي، له پنځه زرو نه تر شپږ زرو څاروي له هرات ولایته ګاونډیو هېوادونو ته قاچاق کېږي.»
د څارویو قاچاق او د غوښې د بیې لوړوالي، د قصابانو پر کار منفي اغېز کړی دی.
په هرات کې یو شمېر قصابان وايي، د تېر کال پرتله د دوی پېرودونکي ډېر کم شوي دي. هېوادوال هم وايي چې د غوښې بیې د لوړوالي او اقتصادي ستونزو له امله د تېر په شان غوښه نهشي پېرلای.
قصاب عبدالفغور طلوعنیوز ته وايي: «غوښه چې ګرانه وي، خلک یې نهشي اخیستلای، که وکولای شي وایې خلي، لږه اخلي چې له دې سره زموږ پېر هم کمېږي او زموږ ګټه هم کمېږي.»
د هرات اوسېدونکی محمد اسماعیل وايي: «تېر کال مو کولای شول په اوونۍ کې دوه یا درې شپې غوښه وخورو، سږ کال نن شپه مېلمه لرو، د کورنۍ لپاره څه نه کېږي، مېلمنو لپاره یې وړم.»
اخوا، د هرات امنیتي چارواکي وايي، امنیتي ځواکونه په پولو کې ګاونډیو هېوادونو ته د څارویو د قاچاق د مخنیوي لپاره یو لړ تدابیر غوره کړي دي. د هرات د پولیسو په وینا، تراوسه پهدې ولایت کې د څارویو د قاچاق په تړاو هېڅوک نهدي نیول شوي.
د هرات د امنیې قوماندانۍ ویاند محمود شاه رسولي وايي: «امنیتي ځواکونو په بندرونو کې دې ته چمتوالی لري چې د څارویو او لومړنیو توکو د غیر قانوني لېږد رالېږد مخه ونیسي.»
هره ورځ له شاوخوا ولایتونو څخه هم هرات ته څاروي لېږدول کېږي او له دې ځایه نورو هېوادونو ته قاچاق کېږي. د هرات د قصابانو ټولنې په وینا، څاروي لومړی په باروړونکو موټرو کې د ایران او پاکستان تر صفري سیمو لېږدول کېږي او له هغې وروسته د ځمکې له لارې دغو هېوادونو ته قاچاق کېږي.
ویل کېږي چې د هرات د څارویو غوښه په پاکستان کې پروسس کېږي او د دغه هېواد په نوم د متحده عربي اماراتو په ګډون عربي هېوادونو ته صادرېږي.
په دې اړه مو اندونه