Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د برېټانیې د پارلمان غړې: اسلامي امارت باید د پوهنې اهمیت ته درناوی وکړي

د برېټانیې د پارلمان یوه غړې په افغانستان کې د نجونو د ښوونځیو د تړلو پاتې کېدو په هکله وايي چي اسلامي امارت باید په افغانستان کې د پوهنې اهمیت او ارزښت ته درناوی وکړي.

د برېټانیې د پارلمان دغه غړې چې د پراختیا وزیره هم ده له طلوع نیوز سره په یوې ځانګړې مرکه کې ټينګار کوي که چېرې په هېواد کې پر پوهنې پانګونه ونه شي، افغانستان به ښه راتلونکی ونه لري.

د برېټانیې د پارلمان غړې او د پراختیا وزیره پریټ کارګېل زیاتوي:«د اوسني سرپرست حکومت له ټولو چارواکو زما غوښتنه دا ده، چې لطفاً د زده کړو پر ارزښت وپوهېږئ، د خپل هېواد د راتلونکي په تړاو فکر وکړئ، د خپل هېواد د ماشومانو په تړاو فکر وکړئ. که مو نسلونه تعلیم ونه کړي، په راتلونکې کې به هېڅ رهبر ونه لرئ، هېڅ اقتصاد پوه به ونه لرئ، تاسو نه شئ کولای چې د نړۍ له هېوادونو سره یوځای حرکت وکړئ، دا وضعیت واقعاً ډېر سخت دی او له همدې امله موږ د دې لپاره مبارزه کوو.»

دا په داسې حال کې ده چې له شپږم ټولګي پورته زده کوونکې نجونې میاشتې کېږي چې له زده کړو بې برخې دي او ښوونځي ته د تګ لپاره شېبې شماري.

زده کوونکې آمنه وايي:«ښوونځی زموږ حق دی؛ موږ باید ښوونځي ته ولاړ شو. درس د یوې نجلۍ بنسټيز حق دی.»

د پخواني دولت د ولسي جرګې لومړی مرستیال عبد الظاهر قدیر په دې هکله څرګندوي:«څومره د افسوس ځای دی چې اوس نړۍوال موږ له ستوني نیسي او ما ته وايي چې خپل لور او خور ته دې یا خپلو ماشومانو ته دې د درس زمینه مساعده کړه، دا استعداد باید په خپله له ما سره وي. دا ظریفت باید په ما کې وي چې زه یې خپلو اولادونو ته، خپلو بچو ته دا زمینه مساعده کړم او بل چا ته دا حق ورنه کړم چې دا غږ وکړي چې دا ورته مساعده کړه.»

خو په دې لړ کې اسلامي امارت یوځل بیا وایي چې تر اوسه په دې تړاو وروستۍ پرېکړه نه ده شوې.
 
د اسلامي امارت د ویاند مرستیال بلال کریمي وايي:«تراوسه څه نه دي راغلي او موږ بیا هم د پوهنې وزارت پر هماغې اعلامیې بسنه کوو.»

۲۷۷ ورځې کېږي چې له شپږم ټولګي پورته د زده کوونکو نجونو پرمخ ښوونځي تړلي دي. د ښوونځیو د پرانیستلو په تړاو د حکومت د ځینو چارواکو له بیا بیا ژمنو سره سره، تر اوسه هېڅ داسې کړکۍ نه ده پرانیستل شوې چې له شپږم ټولکې پورته زده کوونکې نجونې ښوونځيو ته د تګ لپاره هیله منې کړې.

دا په داسې حال کې ده چې د سرپرست حکومت وایي چې د نجونو د پاتې ښوونځیو پرانستلو پریکړه د اسلامي امارت په رهبرۍ پورې اړه لري.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه