Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

هېواد کې د زلزلې زیانمنو ته د مرستې لپاره د یو مېلیارد افغانیو ځانګړي کېدل

طبیعي پېښو ته د رسېدنې په چارو کې د دولت وزارت وايي چې هېواد کې د زلزلې زیانمنو ته د مرستې لپاره یو مېلیارد افغانۍ ځانګړې شوې دي.

د دغه وزارت په وینا، د هر وژل شوي کس کورنۍ ته ۱۰۰ زره افغانۍ او د هر ټپي کورنۍ ته ۵۰ زره افغانۍ په پام کې نیول شوي.
                  
پېښو ته د رسېدنې په چارو کې د دولت وزارت مرستیال مولوي شرف الدین مسلم وايي:«د ریاست الوزرا د حکم پر بنسټ پرېکړه وشوه چې د هر شهید کورنۍ ته ۱۰۰ زره او د ټي کورنۍ ته ۵۰ زره افغانۍ مرسته وشي.»

پېښو ته د رسېدنې په چارو کې د دولت وزارت وایي چې د بېلابېلو ادارو مرستندویان له زلزلې ځپلو سره د مرستې لپاره پکتیکا او خوست ته تللي دي.

دغه وزارت له کورنیو او بهرنیو مرستندویو بنسټونو غواړي چې ژر تر ژره د دې پېښې زیانمنو ته مرستې برابرې کړي.
                
ښاغلي مسلم زیاتوي:«له نړۍوالو زموږ غوښتنه دا ده کله چې دا ډول پېښې رامنځته کېږي د هغه هېوادونو حکومت ته ډېره ستونزمنه وي چې هغې ته رسېدنه وکړي.» 

بل خوا د اسلامي امارت مشر په یوه پيغام کې په هېواد کې له زلزله ځپلو کورنیو سره خواخوږي څرګنده کړه او ځایي چارواکو ته یې لارښوونه وکړه چې ژر تر ژره له زیانمنو کورنیو سره مرسته وکړي.
 
د حکومت د رسنیو د مرکز رییس قاري یوسف احمدي وویل:«له نړۍوالې ټولنې، له خیریه بنسټونو او ټولو بشرپاله بنسټونو غواړو چې له افغانانو سره همکاري وکړي.»

پخواني ولسمشر حامد کرزي، د مخکیني حکومت د روغې جوړې د ملي شورا رییس عبدالله عبدلله او د هېواد یو شمېر نورو سیاستوالو په خپرو کړو پيغامونو کې د قربانیانو له کورنیو سره د خواخوږۍ د څرګندولو ترڅنګ د هېواد له سوداګرو او نړۍوالو بنسټونو غوښتې دي،چې زیانمنو خلکو ته مرستې ورسوي.
                             
د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د سرمنشي د ځانګړي استازي مرستیال رامز الاکبروف وايي:«د ملګرو ملتونو او یوناما د بشري مرستو د همغږۍ دفتر د افغانستان په ځينو ولایتونو کې د تېرې شپې زلزله ځپلو ته د مرستو رسول څېړي.»

په پکتیکا او خوست ولایتونو کې شوې زلزله په تېرو دوو لسیزو کې بې مخینې بلل شوې ده.

د اسلامي امارت مشر په یوه پيغام کې په هېواد کې له زلزله ځپلو کورنیو سره خواخوږي څرګنده کړه او ځایي چارواکو ته یې لارښوونه وکړه چې ژر تر ژره له زیانمنو کورنیو سره مرسته وکړي.

تصویر بندانگشتی

طبیعي پېښو ته د رسېدنې په چارو کې د دولت وزارت وايي چې هېواد کې د زلزلې زیانمنو ته د مرستې لپاره یو مېلیارد افغانۍ ځانګړې شوې دي.

د دغه وزارت په وینا، د هر وژل شوي کس کورنۍ ته ۱۰۰ زره افغانۍ او د هر ټپي کورنۍ ته ۵۰ زره افغانۍ په پام کې نیول شوي.
                  
پېښو ته د رسېدنې په چارو کې د دولت وزارت مرستیال مولوي شرف الدین مسلم وايي:«د ریاست الوزرا د حکم پر بنسټ پرېکړه وشوه چې د هر شهید کورنۍ ته ۱۰۰ زره او د ټي کورنۍ ته ۵۰ زره افغانۍ مرسته وشي.»

پېښو ته د رسېدنې په چارو کې د دولت وزارت وایي چې د بېلابېلو ادارو مرستندویان له زلزلې ځپلو سره د مرستې لپاره پکتیکا او خوست ته تللي دي.

دغه وزارت له کورنیو او بهرنیو مرستندویو بنسټونو غواړي چې ژر تر ژره د دې پېښې زیانمنو ته مرستې برابرې کړي.
                
ښاغلي مسلم زیاتوي:«له نړۍوالو زموږ غوښتنه دا ده کله چې دا ډول پېښې رامنځته کېږي د هغه هېوادونو حکومت ته ډېره ستونزمنه وي چې هغې ته رسېدنه وکړي.» 

بل خوا د اسلامي امارت مشر په یوه پيغام کې په هېواد کې له زلزله ځپلو کورنیو سره خواخوږي څرګنده کړه او ځایي چارواکو ته یې لارښوونه وکړه چې ژر تر ژره له زیانمنو کورنیو سره مرسته وکړي.
 
د حکومت د رسنیو د مرکز رییس قاري یوسف احمدي وویل:«له نړۍوالې ټولنې، له خیریه بنسټونو او ټولو بشرپاله بنسټونو غواړو چې له افغانانو سره همکاري وکړي.»

پخواني ولسمشر حامد کرزي، د مخکیني حکومت د روغې جوړې د ملي شورا رییس عبدالله عبدلله او د هېواد یو شمېر نورو سیاستوالو په خپرو کړو پيغامونو کې د قربانیانو له کورنیو سره د خواخوږۍ د څرګندولو ترڅنګ د هېواد له سوداګرو او نړۍوالو بنسټونو غوښتې دي،چې زیانمنو خلکو ته مرستې ورسوي.
                             
د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د سرمنشي د ځانګړي استازي مرستیال رامز الاکبروف وايي:«د ملګرو ملتونو او یوناما د بشري مرستو د همغږۍ دفتر د افغانستان په ځينو ولایتونو کې د تېرې شپې زلزله ځپلو ته د مرستو رسول څېړي.»

په پکتیکا او خوست ولایتونو کې شوې زلزله په تېرو دوو لسیزو کې بې مخینې بلل شوې ده.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه