Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

هېواد کې وروستیو سېلابونو ۴۰۰ تنه مړه کړي

پېښو ته د رسېدنې په چارو کې د دولت وزارت اعلان کړی دی چې په تېرو ورځو کې په ټول هېواد کې د سېلابونو له امله ۴۰۰ تنه مړه شوي دي.

په تېرو څو ورځو کې د هېواد په څو ولایتونو کې د سختو بارانونو له امله سېلابونه راوتلي دي.

پېښو ته د رسېدنې په چارو کې د دولت وزارت وایي چې د هېواد په ۱۱ولایتونو کې له سختو بارانونو وروسته راغلو سېلابونو د سر او مال درانه زیانونه اړولي دي.
                 
پېښو ته د رسېدنې په چارو کې د دولت وزارت مرستیال مولوي شرف الدین مسلم وايي:«ټپيان روغتون ته لېږدول شوي دي. سېلابونو کورونه ویجاړ کړي دي. هغوی چې باید لېږدول شوي وای، لېږدول شوي او ټولو ته خېمې ورکړل شوي دي.»

بل خوا یو شمېر زیانمن شوي خلک وایي چې په دغو سېلابونو کې خورا ډېر مالي زیانونه وراوښتي دي.
                  
د دشت ارچي ولسوالۍ اوسېدونکی احمدالله وايي:«کابو په سلګونه جریبه ځمکه یې لاندې کړې ده او لاهم ځمکه تر اوبو لاندې ده.»

د ننګرهار اوسېدونکي حمیدالله شینواری هم وویل:«تېره شپه په اچین ولسوالۍ کې د باران د اورېدو له امله، د یوه کور چت ناست دی چې په پایله کې یې د کور څېښتن علي خان مړ شوی او پنځه تنه نور ټپيان شوي دي.»

د یو شمېر ولسوالیو ځيني اوسېدونکي له مسوولو بنسټونو غواړي چې ژر تر ژره ورسره مرستې وکړي.
    
د بدخشان اوسېدونکی سیمع الله وايي:«موږ د اسلامي امارت له حکومته غواړو چې ژر تر ژره دغه وضعیت ته رسېدنه وکړي.»

ننګرهار، کونړ، بدخشان، نورستان، لغمان، پنجشېر، پروان کابل، کاپيسا، میدان وردګ، بامیان، غزني، لوګر، سمنګان، سرپل، تخار، پکتیا، پکتیکا، خوست او دایکندي هغه ولایتونه دي چې په وروستیو ورځو کې د سختو بارانونو له امله سیلابونه پکې راوتلي دي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه