Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

پکتیکا او خوست کې د زلزلې له کبله د مړو شمېر نږدې ۱۱۰۰ کسانو ته لوړ شو

په پکتیکا او خوست ولایتونو کې د چهارشنبې د زلزلې له کبله د مړو شویو کسانو شمېر نږدې ۱۱۰۰ کسانو ته لوړ شو او د ټپیانو شمېر هم ۱۶۰۰ کسانو ته ورسېد.

د ځايي اوسېدونکو په وینا، د هرې ورځې په تېرېدو سره د مړو او ټپیانو شمېر په لوړېدو دی، ځکه لا هم ځینې کسان تر کنډوالو لاندې بند پاتې دي.

د پکتیکا اوسېدونکي او سیمه‌‌ییز چارواکي وايي، په‌دې زلزله کې له زرو ډېر کورونه نړېدلي دي.

د زلزله ځپلو سیمو اوسېدونکو په وینا، دوی په‌دې سیمو هر څه له لاسه ورکړي او له حکومت او مرستندویه بنسټونو د بېړنیو مرستې غوښتنه کوي.

د پکتیکا یو اوسېدونکی وايي: «خلکو ته مالي او ځاني زیان رسېدلی دی، ګڼ شمېر کورونه ویجاړ شوي. د کورونو وسایل یې بېرون راویستلي دي.»

په پکتیکا ولایت کې له شدیدې زلزلې وروسته چې خلکو ته درانه زیانونه واوښتل، زیانمن شوي خلک په ازاده فضاء کې شپې ورځې تېروي.

یو بل اوسېدونکی طلوع‌نیوز ته وايي: «مړي تر خاورو لاندې پاتې دي، ګڼ خلک خاورو لاندې دي. نه پوهېږو چې څومره خلک خاورو لاندې دي. هرې کورنۍ کې شل یا دوه ویشت کسان شهیدان شوي.»

یو بل زیانمن شوی وايي: «خلک خیمې نه‌لري، خوراک نه‌لري، یوازې اسمان لاندې پراته دي، هر څه ته اړتیا لري.»

دې زلزلې په ګیان، برمل او زیړوک ولسوالیو کې نږدې د هرې کورنۍ غړي مړه کړي دي.

زلزله د چهارشنبې په شپه ناوخته یوه نیمه بجه هغه مهال وشوه چې ډېری خلک په کورونو کې ویده و.

دې زلزلې په خوست ولایت کې هم ګڼ شمېر کسانو ته مالي او ځاني زیانونه رسولي دي.

د هرې ورځې په تېرېدو سره د مړو او ټپیانو شمېر په لوړېدو دی، ځکه لا هم ځینې کسان تر کنډوالو لاندې بند پاتې دي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه