د خوست ولایت سیمهییز چارواکي وايي، پهدې ولایت کې د چهارشنې د شپې د زلزلې له کبله د مړو شویو کسانو شمېر ۲۹ ته پورته شوی او ۶۲ کسان نور ټپیان دي.
د خوست ولایت د مسوولانو په وینا، د ځاني زیانونو تر څنګ، د خوست ولایت په سپېرې ولسوالۍ کې له ۵۰۰ ډېر کورونه هم نړېدلي دي.
د دې پېښې له امله بېځایه شوې کورنۍ وایي، دا مرګونې زلزله د چهارشنبې په شپه ناوخته یوه نیمه بجه وشوه او دوی لا هم پهدې نهدي توانېدلي چې ځینې خپل خپلوان له کنډوالو راوباسي.
یو زیانمن حکیمالله وايي: «زلزلې دې سیمې ته ټکانونه ورکړل. باران ورېده. بیا ټول ځایونه ویجاړ شول، خلک د دې وس نهلري چې بېرته یې جوړ کړي.»
د دې ولسوالۍ اوسېدونکي وایي، پهدې زلزله کې د سر پر زیانونو سربېره خورا ډېر مالي زیانونه هم اوښتې دي او له اسلامي امارته غواړي چې ژر تر ژره یې پر ستونزو غور وکړي.
ورته مهال د دې ولسوالۍ مسوولان وایي، د دې پېښې له زیانمنو سره د مرستې او د هغو کسانو د ژعورنې هڅې کوي چې لا هم تر کنډوالو لاندې بند دي.
د سپېرې ولسوال سلطان محمد غزنوي وايي: «د ځپلو کوم مالومات چې موږ کړي، علاقه پراخه ده، په یو ځل سره نهکېږي، له خلکو نه مو دا مالومات جمع کړي چې ۲۹ مړه دي، ۶۲ کسان ټپیان دي او شاوخوا ۵۰۰ کورنۍ ویجاړې شوې دي.»
د امریکا جیولوژیکي سروې ادارې ویلي، د دې زلزلې مرکز د رېښتر په کچه ۶٫۱ درجه د خوست ولایت د سویل لوېدیځ ۴۴ کیلومټرۍ کې و چې د خوست تر څنګ یې د پکتیکا په یو شمېر ولسوالیو کې هم ګڼ شمېر خلکو ته مالي او ځاني زیانونه اړولي دي.
په دې اړه مو اندونه