Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

پکتیکا او خوست کې له زلزله ځپلو سره د مرستې په پاره د کمپاین پيل

افغان خصوصي سکټور په خوست او پکتیکا ولایتونو کې زلزله ځپلو ته د مرستو د راټولولو لپاره کمپاین پیل کړی دی.

د سوداګرۍ او پانګونې خونه وايي، چې تر اوسه سوداګرو او پانګوالو د څه باندې ۱۵۰ مېلیونه افغانیو د مرستې ژمنه کړې او د پیښې ځای ته یې یو شمېر خوراکي توکي رسولي دي.

د دغې خونې یو غړی وايي، د فراه، فاریاب، کندهار، ننګرهار، کندوز، هرات او کابل ولایتونو د سوداګرۍ او پانګونې خونو د پکتیکا او خوست ولایتونو له زلزله ځپلو سره مېلیونونه افغانۍ مرستې کړې دي. 

د سوداګرۍ او پانګونې خونې د مشرتابه پلاوي غړی خانجان الکوزی وايي:«تراوسه څه باندې ۱۵۰ مېلیونه افغانیو ژمنه شوې ده؛ توکي هم راټول کړل شوي او د کمېسیون اسناد هم جوړ شوي، د توکو یوه برخه لېږدول شوې او بله برخه به یې هم ولېږدول شي.»

له بل لوري د کانونو او صنایعو خونه وايي، صنعتکارانو په سوېل ختیځ کې له زلزله ځپلو سره د خوراکي توکو له مرستو سربېره څه باندې ۱۶ مېلیونه افغانۍ هم ځانګړې کړې دي.

د کانونو او صنایعو خونې رییس سخي احمد پیمان څرګندوي:«درمل، خوراکي توکي، جامې او د اړتیا وړ نور څيزونه راټول کړل شوي او همدارنګه په ولایتونو کې زموږ خونې د مرستو د لېږد په حال کې دي.»

د چین د ام، سي، سي شرکت هم په پکتیکا او خوست ولایتونو کې له زلزله ځپلو سره د شلو مېلیونو افغانیو په ارزښت د خوراکي توکو مرسته کړې ده.

افغانستان کې د چین د ام سي سي شرکت لوړپوړی استازی صفت الله رحیمي وايي:«ډېر ژر به زموږ کاروان نوموړو ولایتونو ته ورسېږي او خوراکي توکي به اړوندو چارواکو ته تسلیم کړي.»

د سوداګرۍ او پانګونې خونې ژمنه کړې چې، د پېښې په ځای کې هغو کسانو ته چې، د شوې زلزلې له امله یې کورونه خراب شوي، سرپناه برابروي.

د سوداګرۍ او پانګونې خونې د پکتیکا او خوست له زلزله ځپلو سره د مرستې په موخه یوه اندازه نغدي او غیر نغدي مرستې راټولې کړې دي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه