Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

شونې ده کابل کې د علماوو شورا تر نامه لاندې غونډه جوړه شي

ویل کېږي چې د روانې اوونۍ په لړ کې به د کابل د لویې جرګې په تالار کې د علماوو شورا تر نامه لاندې غونډه جوړه شي.

که څه هم حکومتي چارواکو تراوسه په دې هکله جزیات نه دي ورکړي؛ خو په هغه مکتوب کې چې د ښايي د ریاست الوزرا له خوا خپور شوی دی، د دغې غونډې موخه په ټول هېواد کې د افغانانو راټولېدل ګڼي.

حکومتي چارواکي دغه مکتوب نه ردوي او نه یې هم تایید وي؛ خو د دین علمان د هېواد د ننګونو د حل لپاره د دا ډول غونډو جوړېدل ګټور ګڼي.

د حاجي عبدالرحمن جامع جومات امام عبدالمبين ماهر وايي:«په دغه وضعیت کې چې موږ په بې اتفاقۍ کې یوو، هیله ده دغه غونډه وکړای شي موږ د یووالي په لور بوځي او زموږ د هېوادوالو زړونه تاوده کړي ترڅو زموږ خلک بېرته هېواد ته راشي.»

په دې مکتوب کې د غونډې د جوړېدو د کره نیټې او د ګډونوالو په تړاو څه نه دي ویل شوي؛ خو ویل کېږي چې، په دې غونډه کې به له هرې ولسوالۍ درې کسان چې دوه به یې دیني عالمان او یو به یې قومي مشري وي، ګډون ولري. 

دیني عالمه جمیله افغاني څرګندوي:«هیله لرم چې دا غونډه سبمولیکه نه وي او د ټولو قومونو په ځانګړې توګه د ښځينه دیني عالمانو د ګډون لپاره زمینه برابره شي او په دغې غونډه کې د ښځو ګډون او د اسلام له لیدلوري د ښځو حقوقي مسایل هم په پام کې ونیول شي.»

د سیاسي چارو شنوونکي سید جواد سجادي وویل:«بعیده ده چې یاده غونډه دې وتوانېږي چې طالبان قانع کړي تاوتریخوالی لېرې کړي، بشري حقونو ته درناوی وکړي او په سیاست کې خلکو ته ونډه ورکړي.»

له دې سره سم، د پولي تخنیک پوهنتون ریاست د لویې جرګې په تالار کې د دغې جوړېدونکې غونډې له امله خپل زده کړیالان تر راتلونکې اونۍ رخصت کړي او د دغه پوهنتون لیله یې میلمنو ته ځانګړی کړې ده.

د پلي تخنیک زده کړیال شفیع امین زی په دې هکله وايي:«موږ ته یوه اوونۍ رخصتي راکړل شوې او دا رخصتي د لویې جرګې په تالار کې د یوې غونډې د جوړېدو په پار ده، دغه رخصتي څه د جمهوریت په وخت کې او څه اوس د زده کړیالانو لپاره یې ستونزې راولاړې کړې دي.»

تر دې مخکې به ملګرو ملتونو کې د افغانستان د دایمي استازولۍ سرپرست نصیر احمد فایق هم د افغانستان په تړاو د ملګرو ملتونو په امنیت شورا کې په جوړه شوې ځانګړې غونډه کې د افغانستان روانو ستونزو ته د حل لارې د موندلو لپاره د یوې لویې غونډې د جوړېدو غوښتنه کړې وه.

د پولي تخنیک پوهنتون ریاست د لویې جرګې په تالار کې د دغې جوړېدونکې غونډې له امله خپل زده کړیالان تر راتلونکې اونۍ رخصت کړي او د دغه پوهنتون لیله یې میلمنو ته ځانګړی کړې ده.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه