Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

ملګرو ملتونو له زلزله ځپلو سره لس مېلیونه ډالره مرسته اعلان کړه

ملګرو ملتونو اعلان کړی چې د خپلو بېړنیو مرستو له صندوقه به په افغانستان کې له زلزله ځپلو سره د لس مېلیونه ډالرو مرسته وکړي.

ورته مهال د چین د بهرنیو چارو وزارت له زلزله ځپلو سره اووه نیم مېلیونه ډالره ځانګړې کړي دي.

تر اوسه، چین د اووه نیم مېلیون ډالرو، سویلي کوریا د یو مېلیون ډالرو، ټایوان د یوه مېلیون ډالرو، اروپايي ټولنې د یو میلیون یورو او بریټانیې د دوه نیم مېلیونه پونډو د مرستو ژمنه کړې ده.

د اسلامي امارت مرستیال ویاند بلال کریمي وايي: « د تنظیم او وېش لپاره کمېټې ټاکل شوي؛ مرستې د کمېټو له لوري څارل کېږي، تر څار لاندې دي چې سمه ساتنه یې وشي او په روڼ ډول اړمنو کسانو ته ورسېږي.»

ورته مهال د اقتصاد وزارت مرستیال عبداللطیف نظري وايي: «بېلابېلې بنسټونه او د سیمه‌ییزو مسوولانو په ګډون د نظام کارکوونکي په هڅه کې دي چې دا مرستې په رورڼ ډول او هر اړخیزې څارنې سره ووېشي.»

د ترکیې یوې خیریه بنسټ له ۳۰۰ زیانمنو کورنیو سره مرستې کړې دي. د دې بنسټ مسوولان وايي، په پکتیکا او خوست ولایتونو کې به له زلزله ځپلو سره خپلو مرستو ته دوام ورکړي.

د ترکیې د خیریه بنسټ څارونکی بهروز حمید وايي: «زموږ مرستې لومړني اړین توکي دي چې په‌دې کې اوړه، وریجې او غوړي شامل دي او موږ په‌دې سیمه کې ۳۰۰ کورنیو ته مرسته راوړې ده.»

د اقتصادي چارو یو کارپوه له اسلامي امارته غواړي چې د نړیوالو مرستې په راڼه ډول پر زلزله ځپلو وویشي.

د اقتصادي چارو کارپوه سید مسعود په‌دې اړه طلوع‌نیوز ته وايي: «ټولې راروانې مرستې دې په یوه بانک کې واچول شي، یوه مېلیارډ افغانۍ کې د افغانستان دولت اعلان کړي، دا دې هم په بانک کې واچول شي. له دې سره بانکي سېسټم په خوځښت راځي.»

ترکمنستان، ازبکستان او قطر هم د الوتکو له لارې په پکتیکا او خوست ولایتونو کې زلزله ځپلو ته خوراکي او روغتیايي توکي استولي دي. له دې وړاندې، د امریکا، ترکیې، هند، پاکستان، جاپان او جرمني په ګډون یو شمېر نورو هېوادونو هم له زلزله ځپلو سره د مرستو ټټر وهلی دی.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه