د لوړو زدهکړو وزارت سرپرست د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د وروستۍ پرېکړې په غبرګون کې نیوکه کوي چې د اسلامي امارت د دوو چارواکو د سفر معافیت یې لغوه کړ.
د هغه په وينا، د دولتي چارواکو د سفرونو موخه هېوادوالو ته د زدهکړو زمينه برابرول دي او نړۍ بايد د افغانستان له ښونیزو بنسټونو سره مرسته وکړي.
دا په داسې حال کې ده چې د ملګرو ملتونو امنیت شورا په وروستیو کې د لوړو زدهکړو وزارت د سرپرست په ګډون د اسلامي امارت د دوو چارواکو د سفر معافیت نهدی تمدید کړی.
د لوړو زدهکړو وزارت سرپرست د ملګرو ملتونو د امنیت شورا پر دې چارې په نیوکې سره وايي، نړۍ باید د زدهکړو په برخو کې له افغانستان سره همکاري وکړي.
ښاغلی عبدالباقي حقاني وايي: «موږ که په نسبي ډول د دنیا له هېوادونو نه ورسوته پاتې یوو، د هغې یوه وجه دا ده چې د دنیا تعلیمي او تحصیلي نهادونه هغسې معیاري او مظبوط نهدي چې لکه څنګه چې د نورو هېوادونو دي.»
ښاغلی حقاني زیاتوي، نړۍ باید په بېلابېلو برخو کې له افغانستان سره مثبت تعامل وکړي.
نوموړی زیاتوي: «که رښتیا هم نړیواله ټوله له افغانانو سره مرسته کوي؛ نو دغسې بندیزونه له افغانانو سره مرسته نهشي کولای، دا د افغانانو په ستونزو کې ډېروالی راولي.»
د سیاسي چارو کارپوه سید هارون هاشمي وايي: «د اسلامي امارت پر دوو لوړ رتبه مقاماتو باندې ځکه د سفر بندیزونه لګول شوي چې غواړي له دې طریقه دوی ته پیغام ورکړي چې له نړیوالې ټولنې سره تعامل ته د عدم اعتبار په نتیجه کې د فشار نورې لارې هم شتون لري.»
د ویلو ده چې پهدې وروستیو کې د اسلامي امارت د دیارلسو غړو د سفر معافیت د ملګرو ملتونو د امنیت شورا له لوري د دوو نورو میاشتو لپاره وغځول شو.