Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د خپلو کورونو د بیارغونې لپاره پکتیکا کې د زلزله ځپلو هڅې

په پکتیکا کې له مرګونې زلزلې ژغورل شوي او ژوندي پاتې کسان د خپلو کورونو د بیارغونې په هڅه کې دي.

د دغه ولايت يو شمېر زلزله ځپلي وايي چې تر اوسه ورسره هېڅ ډول مرسته نه ده شوې او مېرمنې او ماشومان يې په کنډوالو کې ژوند کوي. دوی له اسلامي امارت څخه د ښوونځیو او روغتونونو د جوړولو غوښتنه کوي.

میناګل چې د پکتیکا په برمل ولسوالۍ کې یو له تر ټولو زیانمنو شویو کسانو دی وایي چې د ژوند کولو ځای نه لري او له خپلې کورنۍ او ماشومانو سره په کنډوالو کې ژوند کوي.
 
هغه طلوع نیوز ته وویل:«زموږ کور وران شوی؛ دلته له ما سره ښځې او ماشومان دي؛ موږ نه کور لرو او نه هم خېمه او تراوسه مو خېمه هم نه ده ترلاسه کړې؛ ښځې او ماشومان په ګنډوالو کې ژوند کوي؛ نه روغتیايي خدمتونه شته او نه هم نور څیزونه، زموږ د ژوند لپاره ځای نشته.»

د سیمې بل اوسېدونکی رسول مرجان وايي:«کله چې دا زلزله وشوه، د کور چت پر ما راولوېد او زه تر ستوني په ځمکه کې خښ شوم او د کوټې تیرونه په ما راولوېدلي وو؛ ومې لیدل چې سر مې بیرون دی؛ په ډېرې سختۍ وتوانېدم چې ځای وژغورم.»

د سیمې یو شمېر دغه اوسېدونکي د له لاسه ورکولو لپاره څه نه لري او زلزلې یې هرڅه له خاور سره خاروې کړې دي. دوی وایي چې تر اوسه ورسره مرسته نه ده شوې.

د سیمې اوسېدونکی فضل غني څرګندوي:«موږ له نړۍوالې ټولنې غواړو چې موږ ته ښوونځي جوړ کړي؛ موږ نه ښوونځی لرو او نه هم روغتون؛ موږ له هغوی غواړو چې دا ټول موږ ته چمتو کړي؛ موږ سړک هم نه لرو، دا هغه څه دي چې غواړو یې.»

ورته مهال د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت سرپرست د نړۍوالې ټولنې او مرستندویو سازمانونو مرستې ستایي، خو دغه مرستې بسندویې نه ګڼي.
 
د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت سرپرست خلیل الرحمن حقاني وايي:«دا یوه ویجاړونکې پېښه وه چې په زرګونه تنه یې اغېزمن کړل؛ په زرګونه کورونه ویجاړ شول؛ موږ له هېوادونو او نړۍوالو مرستندویه سازمانونو له مرستو مننه کوو؛ خو غواړو ووایوو چې دا ټول کافي نه دي باید په دغې سیمه کې د بیخ بناوو په جوړولو کې زموږ ملاتړ وکړي.»

ملګرو ملتونو، چین، بریتانیا، اروپایي ټولنې، ټایوان او سوېلي کوریا د خوست، پکتیکا او پکتیا زلزله ځپلو ته ۳۰ مېلیون ډالره مرسته ځانګړې کړې ده، خو تر اوسه څرګنده نه ده، چې څومره دا پیسې به په رڼه توګه د سیمې د اوسېدونکو د ژوندانه په ښه کولو ولګول شي.

هغه زلزله چې سلګونه کورونه یې وران کړل اوسلګونه تنه یې تر کنډوالو لاندې کړل. له زلزلې روغ وتلي خلک هڅه کوي چې پر ستونزو بر لاسي شي او خپل ژوند بېرته پېل کړي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه