Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

کروندګر: حکومت دې د کوکنارو د کښت بدیل پیدا کړي

که څه هم په هېواد کې د نشه‌يي توکو، د تولید، پلور او قاچاق د مخنیوي په تړاو د اسلامي امارت د فرمان له خپرېدو نږدې درې میاشتې تېرېږي، خو لا هم د هېواد په ځینو لرې پرتو سیمو کې کوکنار کرل کېږي.

یو شمېر کروندګر چې په اوسني وضعیت کې یې د ژوند لګښتونه د کوکنارو له کښت او نشه‌يي توکو تامینیږي، له اسلامي امارته غواړي چې د کوکنارو بدیل کښت ورته پیدا کړي.

دوی زیاتوي، که حکومت د تریاکو د کښت پر ځای بدیل ورته پیدا کړي، دوي به له دې کاره لاس واخلي.

یو کروندګر وايي: «دولت باید له موږ سره همکاري وکړي او موږ ته انبار راکړي او یا د کوکنارو بدیل پیدا کړي.»

بل‌خوا له مخدره توکو سره د مبارزې معینیت په هېواد کې پر نشو د روږدو کسانو د شمېر د زیاتېدو خبره کوي. د مسوولانو په وینا، په هېواد کې د روږدو شمېر څلور مېلیونو تنو ته رسېدلی دی.

له مخدره توکو سره د مبارزې معینیت دفتر رییس مولوي حسیب‌الله احمدي وايي: «په هېواد کې څلور مېلیونه روږدي کسان دي. له دې ډلې اسلامي امارت د شل زرو درملنه وکړه او دا لړۍ لا هم په ولایتونو کې روانه ده.»

په‌دې لړ کې پر نشو روږدې کسان له مسوولانو ځينې غوښتنې لري.

یوه روږدې طلو‌ع‌نیوز ته وايي: «امارت دې موږ ته یوه سرپناه راکړي چې خپل ژوند ته دوام ورکړو، نور بس دی، ډېر وځورېدلو. زه هم یوه افغانه او یوه ښځه یم.»

یو بل روږدی په‌دې اړه طلوع‌نیوز ته وايي: «روغتون کې درباندې ۴۵ ورځې تېروي. د څارنې یو کارت هم درکوي، کله چې ورته زنګ ووهې چې یوه ستونزه لرم، وايي، موږ وخت نه‌لرو.»

افغانستان د نړۍ په کچه د مخدره توکو تر ټولو لوی تولیدوونکی هېواد ګڼل کېږي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه