Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د دیني عالمانو غونډه کې د ښځو د حضور لپاره د سیاستوالو او هېوادوالو غوښتنه

د دیني عالمانو د غونډې د جوړېدو په درشل کې ځينې سیاستوال او عام وګړي په دې غونډه کې د ښځو د حضور او د ټولو قومونو د ګډون غوښتنه کوي.

که څه هم تر اوسه د دې غونډې اجنډا نه ده په ډاګه شوې، خو ویل کېږي چې د نجونو د ښوونځیو  بیا پرانیستل د دغې غونډې له محوري مسایلو څخه ده.

په هېواد کې د اسلامي امارت تر بیا واکمنېدو وروسته دا په کابل کې د دیني عالمانو تر ټولو لویه غونډه ده.
 
د افغانستان د ملي پیوستون د نهضت مشر سید اسحاق ګیلاني وايي:«باید د ننګونو د حل لپاره او همدارنګه په حکومت کې خلکو ته د ونډې ورکړې او د دوی د برخلیک په هکله پرېکړه او مشوره وشي.»

د سیاسي چارو شنونکی سید جواد حسیني هم څرګندوي:«په دې غونډه کې یوه له غوښتنو دا ده چې باید د ټول ګډونه حکومت پر طرحې چې د ټولو قومونو استازي په کې وي پرېکړه وشي.»

د لویې جرګې تالار به سبا د دیني عالمانو د سراسري غونډې کوربه وي. سرچینې وایي، چې په دې غونډه کې به له ټولو ولایتونو نه نږدې درې زره تنه ګډون وکړي.
د دې غونډې د جوړېدو لپاره امنیتي تابیاوې نیول شوې دي.

د کابل اوسېدونکی توریالی وايي:«ګڼه ګوڼه ډېره ده په هره څلور لاره کې خلک دروي او تلاشي کوي د دې لپاره چې سبا لویه جرګه ده.»

اسلامي امارت تر اوسه رسنیو ته د دې غونډې جزیات نه دي ورکړي. خو د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد د خپل ټوېټر پر پاڼه لیکلي دي، چې دا غونډه د ګڼو دیني عالمانو په غوښتنه جوړېږي.

ذبیح الله مجاهد د اسلامي امارت ویاند لیکلي دي:«د هېواد ډېرو علماء کرامو د اسلامي امارت له مشرتابه څخه په اصرار سره د يوې غونډې غوښتنه کوله، مشرتابه هم د دوی غوښتنه ومنله چې په نېږدې راتلونکي کې به په کابل کې د علماوو يوه ستره غونډه جوړه شي. دا چې غونډه د اولس د هيلو او غوښتنو په اساس جوړېږي نو د هېواد له ټولو ولايتونو او ولسواليو څخه به ګڼ شمېر علماء کرام او قومي مخور ګډون په کې کوي.»

د سیاسي چارو شنونکی سید هارون هاشمي هم وویل:«په اوسنیو شرایطو کې د دغې غونډې جوړېدل د افغانستان د خلکو او د یوې حل لارې د موندنې لپاره مهمه او بنسټيزه به وي.»

سرچینې وایي، چې دا غونډه به تصویري پوښښ ونه لري او یوازې به یې د ګډونوالو غږ د راډیو له څپو خپور شي. نن هم  رسنیو ته اجازه ورنه کړل شوه چې د دې غونډې لپاره د نیول شویو تابیاوو تصویرونه واخلي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه