Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

زده کوونکې: د عالمانو غونډه دې د ښوونځيو پرانیستو په هکله پرېکړه وکړي

یو شمېر زده کوونکي تجونې په کابل کې د دیني عالمانو له ناستې غوښتنه کوي چې د نجونو د پاتې ښوونځیو د بیا پرانیستو په هکله دې پرېکړه وکړي.

ټاکل شوې ده دغه غونډه سبا ته په کابل کې جوړه شي.

دغه زده کوونکې وایي، چې د ښوونځيو د نجونو زده کوونکو ناڅرګنده راتلونکې به د هېواد پر سیاسي برخلیک هم اغېز وکړي. دوی همدارنګه وایي چې د ښوونځيو د تړل کېدو له امله له رواني پلوه سختې زیانمنې شوې او له زده کړو لېرې پاتې دي.

زده کوونکې دنیا وايي:«د یوې نجلۍ لپاره ډېره خواشینۍ کوونکې ده، هغو هیلو ته چې په زړه کې یې لري، ونه شي رسېدای او دا ډېره سخته ده.»

بله زده کوونکې رخسار هم څرګندوي:«د عالمانو له غونډې زموږ غوښتنه دا ده، چې لومړنۍ پرېکړه یې د نجونو او د ښوونځيو د پرانیستو په کله وي.» 

تر دې وړاندې اسلامي امارت د ښوونځيو د پرانستلو لپاره د یوې نهه کسیزې کمېټې د جوړېدو خبره کړې وه، خو د نږدې دوو میاشتو له تېرېدو وروسته د دغې کمېټې د کار د څرنګوالي په تړاو معلومات نه دي وړاندې شوي.
 
دیني عالم عبد المالک مجددي وايي:«ټول عالمان په ډېر جدیدیت سره د دې غوښتنه لري چې ژر تر ژره د نجونو پر مخ ښوونځي پرانیستل شي.»

بل خوا د اروپا د پارلمان یوه غړې وایي چې د ښځو له حضور پرته به دغه غونډه معنا او مشروعیت ونه لري. د اروپا د پارلمان دغه غړی وایي چې د طالبانو له لوري د دغه راز جوړېدونکو غونډو مشروعیت د ښځو په حضور پورې تړلی دی.
 
د اروپايي ټولنې د پارمان غړې هانا نویمان څرګندوي:«طالبان کولای شي، ډېرې غونډې جوړې کړي، خو د دغو غونډو مشروعیت د ښځو په حضور پورې تړلی دی، له دې پرته به د طالبانو له لوري هېڅ غونډه د پرمختګ پر لور ګام ونه ګڼل شي.»

د پوهنتون استاده وحیده عدالت جو وايي:«در هر پرمختللي حکومت اصلي غوښتنه د ټولنې کمي او کیفي پراختیا ده، له ښوونې او روزنې پرته بل لار نشته.»

۲۸۵ ورځې کېږي، چې له شپږم ټولګې پورته د نجونو ښوونځي تړلې دي او دغه پرېکړه په کور دننه او بهر له پراخو غبرګونو سره مخ شوې ده.
 
شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه