قاري حمدالله یعقوبي چې د طالبانو د واکمنۍ په لومړۍ دوره کې د دیني عالمانو په غونډه کې یې ګډون کړی و، وايي چې د دا ډول غونډو جوړېدل د نظام د جوړېدو په پار اغېزناکې دي.
حمدالله یعقوبي زیاتوي چې هغه په کندهار کې په ۱۳۷۵ کال کې د عالمانو په غونډه کې ګډون کړی و، چې د طالبانو پخوانی مشر ملا محمد عمر په هغې غونډه کې امیرالمومنین وټاکل شو.
قاري حمدالله یعقوبي زیاتوي:«د دین ۱۵۰۰ عالمانو ملا محمد عمر اخند ته د امیرالمومنین لقب ورکړ او وروسته یې ټول افغانان یووالي او اتفاق ته راوبلل.»
پر هېواد د اسلامي امارت د دویم ځل واکمنۍ کې دا ځل په لږ توپير د کندهار پر ځای په کابل کې ورته غونډه رابلل کېږي او د خلکو په نظر دیني عالمان به سرپرست حکومت ته په کور د ننه د رسمیت پېژندنې او باور رایه ورکړي.
لیکوال او څېړونکی حاجي عبدالظاهر څرک وايي:«دا غونډه له خپل مشر سره د بیعت لپاره، د ملي یا نړۍوال مشروعیت لپاره جوړه شوې ده چې په هغه کې خپل مشر تعیین کړي.»
دیني عالم مولوي نعمت الله الفت هم وویل:«د هېواد په کچه دیني عالمان او تجربه لرونکي مشران د دغې غونډې غړي دي او ښه پایله به ولري.»
سره له دې چې په کابل کې د جوړېدونکې غونډې د بحث موضوعات نه دي په ډاکه شوي خو دا غونډه د سوېلي سیمو د اوسېدونکو لپاره په څه معنا ده؟
د هلمند اوسېدونکی عبدالشکور وايي:«له دغې غونډې زموږ غوښتنه دا ده چې موږ ته د تریاکو د کښت بدیل راکړي.»
د اروزګان اوسېدونکي حمدالله آصف هم وویل:«موږ هیله من یوو چې په دغې غونډه کې داسې پرېکړې وشي چې نړۍواله تولنه دې ته راضي کړي چې افغانستان په رسمیت وپېژني.»
ښځو ته د زده کړو حق ورکول، د اقتصاد پياوړتیا، د بیان آزادي او له نړۍ سره تعامل هغه موضوعګانې دي چې عام افغانان يې په دې غونډه کې د بحث مهمې موضوعګانې بولي چې باید خبري پرې وشي.
د کندهار اوسېدونکې انیتا احمدي څرګندوي:«په دې غونډه کې باید د ښځو د حقونو تر پښو لاندې کېدو څخه مخنیوی وشي، یعنې دا چې ښځو ته د بیرون تګ، کار او زده کړو اجازه ورکړل شي.»
کابو درې زره تنه ديني عالمان، قومي مشران کابل ته رابلل شوي دي چې په درې ورځنۍ غونډه کې چې د لویې جرګې په تالار کې جوړېږي خبرې اترې وکړي.
په دې اړه مو اندونه