Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د عالمانو له ناستې د سویل ختیځې حوزې د مشرانو او ځوانانو غوښتنې

د لویې جرګې په خېمه کې د دینې عالمانو ناستې جوړېدو په لړ کې، د هېواد سوېل ختېځې حوزې یو شمېر مشران او ځوانان وایي، د دې ناستې ګډونوال دې په هېواد کې د ټول‌شموله حکومت جوړېدل، د شپږم ټولګي څخه پورته د نجونو ښوونځيو پرانیستل او د بې‌کارۍ او اقتصادي ستونزو حل دې باید په یو غږ له اسلامي امارت څخه وغواړي، څو د خلکو غوښتنې ومنل شي.

د لوګر، پکتیا، خوست او پکتیکا یو شمېر اوسېدونکي د لویې جرګې په تالار کې د دینې عالمانو ناسته مهمه بولي او وایي چې په‌دې مشورتي او تصمیم نیونکې ناسته کې دې د اوسنیو ستونزو حل او د ټولشموله حکومت طرح باندې چې په هغه کې د ټولو قومونو استازي وي باید تصمیم ونیول شي.

د لوګر ولایت یو قومي مشر ملک سرور احمدزی وايي: «زموږ ورځنۍ ستونزې دې حل شي او د افغانستان د راتلونکې لپاره دې یو منشور ټینګ شي.»

د خوست ولایت اوسېدونکی لونګ ارمان وايي: «که په صدافت کار وشي او د خلکو غوښتنو ته په‌کې پام وشي، دا ډول ناستې د افغانستان لپاره مهمې دي.»

دوی په هېواد کې اقتصادي ناورین د هېوادوالو عمده ستونزه بولي او ددې ناورین د حل په موخه ددې ناستې له ګډونوالو څخه غوښتنې لري.

د پکتیا یو قومي مشر ادم خان وايي: «په افغانستان کې دې یو ټول‌ګډونه حکومت جوړ شي چې د نړیوالې ټولنې لپاره د منلو وړ وي او له دوی سره ښې اړیکې ولري.»

د هېواد سوېل ختېځو سیمو اوسېدونکي زیاتوي، د دې ناستې یو له مهمو مسایلو څخه دې له حکومت سره د دیني عالمانو، له شپږم ټولګي څخه پورته د نجونو ښوونځیو پرانیستلو بحث وي.

په پکتیا ولایت کې د مدني ټولنې فعال سید جمال اصف وايي: «د نجونو ښوونځیو د پرانیستلو په اړه دې یوه پرېکنده پرېکړه وشي او حکومت ته دې داسې مشوره ورکړل شي چې حکومت له اوسني حالته ووځي.»

د هېواد علماوو ناسته د پنج‌شنبې په ورځ په کابل کې د لویې جرګې په تالار کې جوړه شوې ده او اوس د هیواد سوېل ختېځې حوزې اوسېدونکي هیله من دي چې دغه ناسته به د هیواد راتلونکي لپاره ښه پیغامونه ولري.

د لوګر، پکتیا، خوست او پکتیکا یو شمېر اوسېدونکي د لویې جرګې په تالار کې د دینې عالمانو ناسته مهمه بولي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه