Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د پرېکړه لیک له صادرېدو سره د دیني عالمانو د غونډې پای

په کابل کې د دیني عالمانو درې ورځنی غونډه د یوه یولس ماده يي پرېکړه لیک له صادرېدو سره پای ته ورسېده.

د دیني عالمانو د غونډې په پرېکړه لیک کې له ګاونډيو، د سیمې او نړۍ له هېوادونو غوښتل شوي دي، چې اسلامي امارت په رسمیت وپېژني او کنګل شوې پیسې آزادې کړي.

په دغه پرېکړه لیک کې راغلي دي، چې د هېڅ بل هېواد پر وړاندې به د هېواد له خاورې کار وانه خیستل شي.

د پرېکړه لیک په یوې برخه کې چې د محیب الرحمان انصاري له خوا وویل شوه، راغلي دي:«د سیمې، نړۍ پر هېوادونو، ملګرو ملتونو، او ټولو نړۍوالو سازمانونو په ځانګړې توګه په اسلامي هېوادونو او سازمانونو غږ کوو چې اسلامي امارت د یوه مشروع نظام په توګه په رسمیت وپېژنئ.»
 
د دغه پرېکړه لیک په درېیمه ماده کې اسلامي امارت د ولسي نظام په توګه یاد شوی دی.

په بله برخه کې راغلي دي:«پر اسلامي امارت غږ کوو چې د عدالت، د دیني او عصري زده کړو، روغتیا، کرنې، صنعت، د لږکیو، ماشومانو، ښځو او د ټول ملت حقونو، په ټول کې هر اړخیز پرمختګ، اقتصادي ودې، متوازن پرمختګ، ته د اسلامي مقدس شریعت په رڼا کې پاملرنه وکړي.»

بل خوا په دغه پرېکړه لیک کې له نظام او ملي ګټو سره مخالفت ناروا بلل شوی دی.

پرېکړه لیک کې راغلي:«خپل بعیت د اسلامي امارت له مشر هبت الله اخندزاده سره تجدید او له هغه په پرېکنده توګه ملاتړ کوو.»

د یوولس ماده ییز پرېکړه لیک په وروستیو مادو کې له اسلامي امارت نه غوښتل شوي چې، د بې وزلۍ او بې روګازۍ د له منځه وړلو لپاره کوټلي ګامونه پورته کړي او د نظام مخالفین هېواد ته راستانه کړي.
 
د پرېکړه لیک په دې برخه کې ویل شوي:«د دغه نظام په وړاندې وسله وال مخالفت بغاوت او پر ځمکه فساد ګڼل کېږي.»

د دې غونډې په وروستۍ ورځ رییس الوزرا پر نړۍوالې ټولنې نیوکه کوي.

رییس الوزرا ملامحمد مسن اخند وویل:«د افغانستان خلک د حجاب د رعایت او د اسلامي حکومت غوښتونکي دي، ډېر کم شمېر له حجاب سره مخالف دي.»

د اسلامي امارت په وینا، په دې غونډه کې تر څلور نیم زرو زیاتو کسانو ګډون درلود . د دې غونډې ګډونوالو له اسلامي امارته وغوښتل چې مشورې یې عملي کړي.
 
شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه