Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

بغلان کې د یوې مدرسې زده کوونکې د نجونو د ښوونځيو د پرانیستو غوښتنه کوي

په بغلان کې د یوې دینې مدرسې زده کوونکې له اسلامي امارته غواړي چې له شپږم ټولګي پورته د نجونو پر مخ ښوونځي پرانیزي.

هغوی ټينګار کوي چې زده کړې د هر مسلمان کس حق دی او باید د نجونو ښوونځي بېرته د نجونو پر مخ پرانیستل شي.

زده کوونکې مژده دانش وايي:«درس ویل یوازې د نرینه وو لپاره نه دي، زه له اوسني حکومته غواړم چې ښوونځي پرانیزي.»

بلې زده کوونکې مینا هم وویل:«له اسلامي امارته زموږ غوښتنه دا ده چې ښوونځي پرانیزي. نجونې په یوې ټولنه کې د مور په څېر دي، کله چې مور نالوستې وي ټوله ټولنه نالوستې وي.»  

د دغې مدرسې ډېری زده کوونکې نجونې دي، چې د ښوونځيو له تړل کېدو وروسته، د زده کړو له دوامه لاس په سر شوې نه دي. دوی د کابل د دینې عالمانو له ناستې هم غواړي چې تر شپږم ټولګي پورته د نجونو د ښوونځیو د خلاصون په اړه پرېکړه وکړي.

زده کوونکې خالده امیري وايي:«د علماوو په غونډه کې باید د ښځو حق او ځای ځایګی بان شي د دې لپاره چې ښځه هم حق لري، باید زده کړې وکړي.»

بل خوا هغه مېرمن چې د دې مدرسې مسوولیت پر غاړه لري وایي، تېر کال د کانکور له ازموینې وروسته د معدن انجینرۍ پوهنځي ته بریالۍ شوه؛ خو د محدودیتونو له امله ونه توانېده خپلو زده کړو ته دوام ورکړي.

پلخمري ښار کې د دارالسلام مدرسې مسووله مرسل عزیزي څرګندوي:«د زده کوونکو پر مخ ښوونځي تړل شوي وو او د درس لوستلو لپاره یې هیله له لاسه ورکړې وه له همدې امله ومې غوښتل چې دا مدرسه جوړه کړم.»

د دې مدرسې مسوولین وایي، پلخمري ښار کې یې درې ښوونیز مرکزونه جوړ کړي چې دا مهال نږدې زر تنه زده کوونکي دغو ښوونیزو مرکزونو کې په زده کړو بوخت دي.

بغلان کې د یوې دینې مدرسې زده کوونکې ټينګار کوي چې زده کړې د هر مسلمان کس حق دی او باید د نجونو ښوونځي بېرته د نجونو پر مخ پرانیستل شي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه