Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

هېوادوال: د دیني عالمانو غونډه کې د خلکو مهمو غوښتنو ته پاملرنه نه ده شوې

یو شمېر هېوادوال د دیني عالمانو د غونډې د پرېکړه لیک له اعلان وروسته وايي، چې په دغه پرېکړه لیک کې د خلکو مهمې غوښتنې په پام کې نه دي نیول شوې.

د دوی په وینا د یادې غونډې پایله د ولس پر ځای د اسلامي امارت په ګټه وه.

د کابل اوسېدونکې مژده په دې هکله وايي:«موږ فکر کاوه په جرګه کې به د ښځو د حقونو، اقتصاد، بې کارۍ په هکله خبرې وشي، خو ونه شوې.»

په کابل کې د دیني عالمانو د غونډې د پریکړه لیک له اعلانېدو یوه ورځ وروسته، د دغې غونډې پایله له غبرګونونو سره مخ شوې ده. 

له بلې خوا د نړیوالو چارو یو شمېر کارپوهان وايي، چې د یادې غونډې پایلې د نړۍ له لوري د سرپرست حکومت په رسمیت پېژندلو کې مرسته نه شي کولای.

د نړۍوالو مسایلو کار پوه طارق فرهادي وايي:«له همدې امله ده چې د دغې غونډې په پایله کې کوم هېواد افغانستان په رسمیت وپېژني او دا غونډه نه شي کولای په اوسني وضعیت کې بدلون رامنځته کړي.»

ځینې کسان د دغې غونډې د ګډونوالو د غوراوي پر څرنګوالي نیوکې لري.

څېړونکي عبدالشکور صبوري په دې هکله وویل:«دا غونډه له ولسي پلوه، د خلکو واقعي استازي په کې حضور نه درلود او انتصابي بڼه یې لرله په ځانګړې توګه ځینې هغه کسان چې د طالبانو له هغو لوړپوړو چارو له مفکورې سره چې نن سیاست کوي، هم نظره وو او په دې غونډه کې سره راغونډ وو.»

په دې اړه مو د اسلامي امارت نظر ترلاسه نه شوای کړای؛ خو د دیني عالمانو له درې ورځنۍ غونډې وروسته، د اسلامي امارت د ویاند مرستیال ویلي وو چې، دغه غونډه د دیني عالمانو په غوښتنه جوړه شوه.

د اسلامي امارت د ویاند مرستیال بلال کریمي وايي:«داسې غونډه نه وه چې پرېکړې د اسلامي امارت له خوا شوې وي، خو هر وخت چې اسلامي امارت هغه مسایل چې باید پرېکړه پرې وشي او له خلکو سره شریک شي هغه مهال پوښتنه کېږي چې فلاني کس ګډون درلود او فلاني نه.»

په دې منځ کې د مدني ټولنې ځينې فعالین وايي، دغه ډول غونډې نه شي کولای د هېواد روانې ستونزې حل کړي.

مدني فعاله ناجیه انوري وویل:«دغه غونډه له کومې مهمې پایلې پرته او د افغانستان د اوسنیو ستونزو، چې په هغه د هېواد بشري کړکېچ، اقتصادي افت، ښوونځیو ته د نجونو نه لاسرسی چې په ټولو هېوادونو کې هغه ته رسېدنه کېږي شاملېږي، پای ته ورسېده.»

په کابل کې د دیني عالمانو په درې ورځنۍ غونډه کې ښځو، خبریالانو، د مدني ټولنو فعالینو او مطرحو سیاستوالو ګډون نه درلود او همداراز د یادې غونډې په پریکړه لیک کې د نجونو د پاتې ښوونځيو د خلاصون په تړاو څه ونه ویل شول.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه