Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د ازبکستان په کاراکالپاکستان سیمه کې پراخ لاریونونه شوي

د ازبکستان په کاراکالپاکستان کورواکه (خودمختاره) سیمه کې د لاریونو پر مهال لږ تر لږه ۱۸ کسان وژل شوي او شاوخوا ۲۴۳ نور کسان ټپیان دي.

د ازبکستان په‌دې خودمختاره سیمه کې له امنیتي ځواکونو سره نښتې هغه مهال پیل شوې چې لاریون کوونکو د دې سیمې د بېلېدو د طرحې خلاف سړکونو ته راوتلي وو.

که نوې طرحه عملي شي له دې خودمختاره سیمې هغه واک اخیستل کېږي چې پر بنسټ یې کولای شي له ازبکستانه خپلواکي وغواړي.

د ازبکستان امنتیي چارواکي وايي، دوی د جمعې په ورځ ۵۱۶ کسان د لاریون د مخنیوي په موخه نیولي وو چې ګڼ یې شمېر بېرته خوشې شوي دي.

د ازبکستاني چارواکو په خبره، لاریون کوونکو د اعتراضونو په تر سره کولو سره غوښتل د کاراکالپاکستان په مرکز کې دولتي بنسټونه ونیسي.

کاراکالپاکستان د ارال سمندرګي په څنډو کې موقعیت لري. دا هغه ځای دی چې درې مېلیونه توکمیز لږکي په‌کې ژوند کوي او ژبه یې د قزاقي ته نږدې ده.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه