Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

وروستیو درې ورځو کې کابو ۵۰۰۰ افغان کډوال له ایران او پاکستان څخه شړل شوي

د کډوالو او بیرته راستنیدونکو چارو وزارت وایي، په تېرو درېیو ورځو کې نږدې ۵۰۰۰ افغان کډوال له ایران او پاکستان څخه په زوره ایستل شوي دي.

 د دغه وزارت چارواکي وايي چې ډېری د دغو مهاجرینو د سرشمېرنې د پلان له پای ته رسېدو وروسته له ایران څخه را شړل شوي دي.

په ایران کې افغان کډوال اسدالله وايي:«څو ځلې سفارت ته ولاړم، د دې سربېره چې د تذکرې پیسې مې ورکړې دي، وايي چې سایټ تړلی دی او ځې موږ در ته زنګ وهو. زموږ ستونزو ته رسېدنه نه کوي.»

په ایران کې بل افغان کډوال هم وویل:«سفارت ته چې ځوو وايي چې ځه یو میاشت وروسته راشه، دلته له موږ تذکره غواړي.» 

بل خوا د ایران حکومت له افغان حکومته غواړي چې دغه هېواد ته د افغانانو د ناقانونه ورتګ مخه ونیسي.
   
په ایران کې د افغان کډوالو استازې آصفه  ستانکزی څرګندوي:«د اسنادو نه لرونکو کډوالو د سرشمېرنې بهیر له پیل سره، په جبر سره د کډوالو ایستل بیاپیلېږي، ځکه چې د ایران دولت له لیدلوري هغه کسان چې په سرشمېرنه کې یې ګډون نه دی کړی، ناقانونه حسابېږي.»

خو یو شمېر افغان کډوال چې د ایران د حکومت په نوملیکنه او سرشمېرنه کې یې ګډون کړی دی وایي، چې په نږدې راتلونکې کې به په ایران کې له بانکي خدمتونو او نورو خدمتونو برخمن شي.

په ایران کې افغان کډوال نصرت الله کاشناني وویل:«هغو کسان چې دغه پاڼې ترلاسه کړې دي، له یو لړ امتیازونو څخه چې ډېر ژر به اعلان شي لکه، بانکي کارټ، د سیم کارټ اخیستل، مدرسې ته تګ او نورو مسایلو څخه به استفاده وکړي.»

دا په داسې حال کې ده،چې تر دې وړاندې د ملګرو ملتونو او د بښنې نړۍوال سازمان له کوربه هېوادونو په تېره بیا ایران او پاکستان نه غوښتي وو، چې په اجباري ډول د افغان کډوالو له ایستلو او د هغوی د حقونو له نقض کولو لاس واخلي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه