Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

پاکستان کې افغان وګړي کولای شي په تذکره هېواد ته راستانه شي

د ننګرهار تورخم کمیسارۍ چارواکي وايي د پاکستان له لوري له دوه مياشتو بنديز وروسته په پېژندپاڼو افغانانو ته د راتلو اجازه ورکړې ده.

دوی وايي په تېرو دوو ورځو کې درې زره افغانان په تذکرو هېواد ته راستانه شوي او دغه لړلۍ به تر اختره دوام وکړي.

دا په داسې حال کې ده چې دوه ورځې وړاندې يو کس هغه مهال ځان په ټېلر موټر وواهه چې پاکستاني ځواکونو نوموړي ته افغانستان ته د راتلو اجازه نه ورکوله.
 
په ټولنیزو شبکو کې لاس په لاس کېدونکې ویډيو کې لیدل کېږي، چې په تورخم کې له ډيورنډ کرښې هغې خوا ته يوه سپين ږیري ځان تر ټېلر موټر لاندې کړی او مړ شوی دی. د پاکستان سفارت دغه کس پاکستانی او په لنډي کوتل کې د يوه پاکستاني خبريال پلار بولي، خو په پاکستان کې افغان سفير بيا مړ شوی کس افغان بولي او د پېښې لامل يې هم افغانستان ته په پېژندپاڼې د اجازې نه ورکول بللي دي.

له دې پېښې وروسته پاکستان افغانانو ته افغانستان ته په پېژندپاڼو د راتلو اجازه ورکړې او د تورخم کمیسار وايي په تېرو دوه ورځو کې درې زره افغانان په تذکرو سره راوښتي دي.

د تورخم کمیسار سيد غازي الله هاشمي وویل:«د دې موضوع په هکله موږ په ځلونو خبرې کړې دي چې افغانان کولای شي له تذکرو سره افغانستان ته راشي.»

بلخوا له پاکستانه افغانستان ته په پېژندپاڼو راغلي خلک وايي هلته له ګڼو ستونزو سره مخ وو او پاکستاني پوځیان افغانانو ته له پیسو پرته په پېژندپانو هم افغانستان ته د تلو اجازه نه ورکوي.

له پاکستانه راغلی مسافر ایمل وویل:«څلوارلس میاشتې کېږي چې پاکستان ته تللی وم؛ ناروغ وم، ستونزې زیاتې وئ؛ له هغې خوا چې راځې پيسې غواړي او پر افغانانو ظلم کوي.»

اخوا، په تورخم کې پاکستان ته تلوونکي ناروغان او ورسره کسان وايي په مياشتو د پاکستان ويزې په تمه وي او په ډېرو ستونزو بریالي کېږي چې خپل ناروغان د درملنې په پار پاکستان ته ولېږدوي.

دوی د پاکستان او افغانستان له حکومتونو غواړي چې د وېزو په برخه کې آسانتیاوې ورته برابرې کړي.

د ناروغ پيواز محمد اصف وویل:«موږ پاکستان ته ځوو؛ له موږ پاسپورټ غواړي؛ موږ دا وس نه لرو چې پاسپورټ واخلو او ویزه واخلو.»

ناروغ عبدالغني هم وايي:«که چېرې د دواړو هېوادونو د دولتونو له خوا یو اقدام وشي چې دغو ناروغانو ته د افغانستان په تذکرې اجازه ورکړي ډېره به ښه وي.»

د يادونې وړ ده چې پاکستان ته د درملنې په پار له افغانستانه پاکستان ته پر تلوونکو سربېره سلګونه نور افغانان د پاکستان لوري ته خپلوۍ لري چې نه يوازې له دغې غاړې بلکې له هغه لوري هم يو شمېر کسان افغانستان ته راځي. له همدې
امله د ډیورند کرښې د دواړو لوریو اوسېدونکي غواړي چې دوی ته په تګ راتګ کې اسانتیاوې برابرې شي.
 
شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه