یو شمېر شرکتونه وايي، هره ورځ د هېواد له شمال څخه سلګونه ټنه د ډبرو سکاره د کابل دهسبز ته راوړل کېږي او بیا له هغه ځایه پاکستان ته صادرېږي.
د یوه شرکت مسوول وایي، په ورځ کې تر پنځه سوه ټنو پورې د ډبرو سکاره پر پاکستاني شرکتونو پلوري.
د ډبرو سکرو شرکت اداري مدیر میرویس ملي وايي: «دلته اټکلاً ۵۰۰ ټنه د ډبرو سکاره راځي او له دې ځایه بهر ته لېږدول کېږي.»
ورته مهال یو شمېر موټر چلوونکي وایي، د سالنګ پر لویه لار د افغانسان د ډبرو سکرو لېږدوونکي موټرونه په بېسارې توګه ډېر شوي دي.
موټر چلوونکی توریالی وايي: «له خنجان څخه د تونل تر خولې پورې د ډبرو سکرو موټر وي، مخکې که اوړه ډېر راتلل، خو اوس د ډبرو سکاره ډېر دي.»
یو بل موټر چلوونکی فرید احمد وايي: «موټر کم دي، ځکه د ډبرو سکرو صادرات ډېر شوي، د مزار موټر ځینې وخت کم وي.»
د ډبرو د سکرو په مرکزونو کې کارګران د یو ټن ډبرو سکرو پر سر له دېرشو تر پنځوسو افغانیو اخلي او په ګرمه هوا کې لسګونه ټنه ښکته کوي او یا باروي.
یو کارګر محمد جواد وايي: «له مزار نه دلته د ډبرو سکاره راوړل کېږي، په سرای کې خالي کېږي، بیا له دې ځایه پاکستان ته وړل کېږي.»
اسلامي امارت په وروستیو کې پر ډبرو سکرو ګمرکي تعرفه له ۹۰ ډالرو ۲۰۰ ډالرو ته زیاته کړې ده. اوس د تعرفي زیاتېدو د پاکستاني چارواکو اندېښنې راپارولې دي.
د پاکستان د مالیې وزیر مفتاح وايي: «پاکستان له افغانستانه د ډبرو سکرو وارداتو ته پهدې شرط لېواله دی چې بیه یې په ګټه وي.»
د کانونو او پټرولیم وزارت شمېرې ښيي چې پاکستان ته د افغانستان د ډبرو سکرو صادرات زیات شوي دي.
د کانونو او پټرولیم وزارت ویاند عصمتالله برهان وايي: «په ورځني ډول نږدې لس زره ټنه د ډبرو سکاره لېږدول کېږي.»
افغانستان د ډبرو سکرو ۸۰ سیمې لري چې اوسمهال یې له ۱۷ سیمو د استخراج بهیر روان دی.
په دې اړه مو اندونه