Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

رینا امیري: پر طالبانو بندیزونه د دوی د کړنو په وړاندې غبرګون دی

د افغان نجونو، ښځو او بشري حقونو لپاره د امریکا ځانګړې استازې رینا امیري پر طالبانو بندیزونه د هغوی د سیاستونو پر وړاندې غبرګون بولي.

دغه امریکايي چارواکې وايي، د امریکا متحد ایالتونه له افغان ولس سره دي او د افغانانو ملاتړ کوي، خو پر طالب چارواکو بندیزونه د طالبانو د کړنو په وړاندې غبرګون دی.
 
د افغان نجونو، ښځو او بشري حقونو لپاره د امریکا ځانګړې استازې رینا امیري وايي: «لکه څنګه چې د افغانستان لپاره د بشري حقونو په برخه کې د ملګرو ملتونو ځانګړي استازي وویل، طالبان غواړي چې ښځې په افغانستان کې د لیدو وړنه وي. په افغانستان کې د ښځو وضعیت جنسیتي تبعیض بلل کېږي او هغوی په نړۍ کې تر ټولو بد حالت تجربه کوي. په نړۍ کې هېڅ داسې اسلامي هېواد نشته چې د طالبانو کارونه تایید کړي.»

مېرمن امیري وایي چې افغان ښځې له جنسیتي تبعیض سره مخ دي او په وینا یې ښوونځي ته د نجونو د تګ د مخنیوي لپاره هېڅ موجه دلیل نشته.

د ښځو د حقونو فعاله دریا نشاط وویل:«که چېرې طالبان له ښځو سره خپل دې ډول چلن ته دوام ورکړي او نجونو او ښځو ته د زده کړو او کار حق ورنه کړي، موږ ډاډه یوو چې هېڅکله د نړۍ له خوا به په رسمیت ونه پېژندل شي.»

د سیاسي چارو شنونکی طارق فرهادي هم څرګنده کړه:«هر ډول چې وي پر طالبانو به بندیزونه دوام پیدا کړي، خو دلته به ډېر زیان له اقتصادي پلوه افغانې کورنۍ وویني.»

څه باندې لس میاشتې کېږي چې له شپږم ټولګې د پورته نجونو زده کوونکو پر مخ ښوونځي تړلې دي او سرچینې وایي چې د اسلامي امارت ځيني چارواکي هم ښوونځي ته د نجونو د تګ پلوي دي، خو د اسلامي امارت مشر تر اوسه د نجونو د ښوونځيو پرانبستلو په تړاو پرېکړه نه ده کړې.

د ښځو او بشري حقونو په چارو کې د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړې استازې وایي چې په افغانستان د بندیزونو لامل طالبان دي نه د دې هېواد خلک.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه