د کابل پولیس وايي، د ډاکټر انورالحق جبارخېل د وژنې څرانګوالي په اړه یې پلټنې پیل کړې دي.
ښاغلی جبارخېل چې دوه ورځې وړاندې د کابل ښار په دوه ویشتمه ناحیه کې په مرموز ډول وژل شوی وو، د چهار شنبې په ورځ خاورو ته وسپارل شو، خو کورنۍ یې رسنیو اجازه ور نهکړه چې د هغه جنازې او تدفین مراسم تر پوښښ لاندې ونیسي.
په وروستیو کې ډاکټر انورالحق جبارخېل له ټولنیزو شبکو سره د مرکو له لارې خوراه مشهور شوی و.
د کابل په ۲۲ ناحیه کې د شاهدانو او د سیدجمال الدین د ښارګوټي د امنیتي مسوولانو په وینا، انورالحق جبارخیل د دوشنبې ورځې د سهار په څلورو بجو پهدې ځای کې وژل شوی دی.
یو عیني شاهد وايي: «ما چې کله ولېدل په موټر کې سړی په یو بغل پروت و او په وینو لړلی و، پر ورمېږ یې په چاقو وهلی وو او حلال کړی یې و.»
د سید جمال الدین د امنیتي ښارګوټي مسول محمد جاوید محمد وايي: «دوی لېدلی و چې په موټر کې یو سړی ویده دی. داسې یې هم نه ویل چې مړ دی، ویل ویده دی. کله چې موږ راغلو، چې سړی مو وکته، سړی مړ و، چا وژلی و.»
بلخوا د کابل د امنیه قوماندانۍ ویاند وایي، پهدې تړاو څېړنې پېل شوې دي.
د کابل د امنیه قوماندانۍ ویاند احمد خالد ځدراڼ وايي: «د کورنیو چارو وزارت له هدایاتو مطابق د کابل د امنیې قومندانۍ پهدې لټه کې ده، تر څو په دغه جرم کې چې دا کومه پېښه جنايي اړخ لري، مجرمین ونیسي، پیدا یې کړي او د قانون منګولو ته یې وسپاري.»
په دې اړه مو اندونه