د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال وايي، اسلامي امارت د چارو د پر مخ وړلو لپاره په دولتي بنسټونو کې د ښځو حضور ته اړتیا لري.
د بهرنیو چارو وازرت دا چارواکی زیاتوي، ښځې باید په سیاست، اقتصاد او نورو برخو کې فعاله ونډه ولري.
د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال شیر محمد عباس ستانکزی وايي: «خویندې او وروڼه به دا ملک جوړوي، دا یوازې نهده چې نارینه به تنها په کار کې وي. موږ خویندو ته د کار په برخه کې هم اړتیا لرو.»
خو د نړیوالو چارو شنونکی مهدي افضلي د شیر محمد عباس ستانکزي د خبرو په غبرګون کې وايي: «طالبان چې د نړۍ په حوزه او رسنیو کې څه خبرې کوي، له یو بل سره په ټکر کې دي.»
خو د بهرنیو چارو وزارت وایي، اسلامي امارت به د شریعت په رڼا کې د مېرمنو حقونه ورکړي. ښاغلی ستانکزی پهدې باور دی چې د هېواد پرمختګ د ښځينهوو او نارینهوو په کار پورې تړلی دی.
شیر محمد عباس ستانکزی زیاتوي: «موږ ښځې له پامه نه شو غورځولی، دا جامعې مهم قشر دی، باید د افغانستان په بیا ودانولو کې د افغانستان په سیاست کې د افغانستان په هره برخه او اقتصاد کې فعاله ونډه ولري.»
ورته مهال د ښځو د حقونو فعاله مریم اروین وايي: «په دولتي بنسټونو کې د ښځو حضور د هېواد په پرمختګ، وده او حکومتولۍ کې رغنده رول لوبوي، ځکه دوی د یوې ټولنې نیمه برخه ده.»
بلخوا د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال د هېواد له علمي ظرفیتونو غواړي چې بېرته هېواد ته راستانه شي. د ده په وینا، اسلامي امارت به د بېرته راستنېدونکو کسانو امنیت تضمین کړي.
ښاغلی ستانکزی وايي: «راځئ خپل هېواد ته راستانه شئ، موږ تضمین درکوو چې تاسو ته څوک څه نهوايي، راځئ یو بل ته لاسونه ورکړو، هغه تحصیل کړي خلک چې بهر ته تللي او ځانونو ته سیاسي مخالفان وايي، زموږ غېږ ورته پرانیستې ده.»
څه باندې لس میاشتې کېږي چې له شپږم ټولګې پورته د نجونو پر مخ ښوونځيو تړلي دي. تر اوسه اسلامي امارت د نجونو د منځنیو ښوونځیو او لېسو د پرانېستلو په تړاو پرېکړه نهده کړې.
په دې اړه مو اندونه