Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

کابل کې یو شمېر ښځینه شاعرانو او لیکوالو د ښوونځیو پرانیستلو غوښتنه وکړه

په کابل کې یو شمېر ښځینه شاعرانو او لیکوالو د یوې مشاعرې له لارې په هېواد کې له شپږم ټولګي پورته د نجونو ښوونځیو د پرانیستلو غوښتنه وکړه.

دوی چې ځینې یې له ولایاتو هم راغلي او په پلازمینه کابل کې راټولې شوي، وايي، ښوونځيو ته د نجونو د تګ مخیوی، له اسلامي احکامو او بشري حقونو سرغړونه ده.

شاعرانې او لیکوالې له اسلامي امارته غواړي چې ژر تر ژره د نجونو ښوونځي پرانیزي.

د دې مشاعرې جوړوونکي وایي، په‌دې کار سره غواړي هغو نجونو ته انګېزه ورکړي چې ښوونځيو ته له تګه پاتې دي. دغه شاعرانې او لیکوالې د یوه پرېکړه‌لیک په صادرولو سره زیاتوي، د نجونو د ښوونځيو نه پرانېستل کېدل هېڅ دیني توجیه نه‌لري.

د مشاعرې جوړوونکې اوږۍ وايي: «ولې، زموږ ګناه څه ده؟ ډېر مهم مسایل په هېواد کې شته چې هغه ناحله پاتې دي. همدا اوس موږ له ولږ، سختۍ، بې‌کارۍ، بې‌وزلۍ او کډوالۍ سره لاس او ګرېوان یوو. دا ستونزې پر ځای پاتې دي، دې ته لومړیتوب نه ورکول کېږي، متاسفانه د ښځو په حقونو باندې، په ټولنه کې د ښځو ګډون باندې، د ښځې په تعلیم باندې بندیزونه لګېږي.»

د دې مشاعرې یو شمېر ګډونوال هم پر ښځو د محدودیتونو د لېرې کېدو او د نجونو د ښوونځيو د پرانېستل کېدو غوښتنه کوي.

زده‌کوونکې زرمینه وايي: «موږ غواړو د شعر له لارې هغو کسانو ته چې زموږ ژوند یې محدود کړی او په ټولنه کې یې زموږ حضور محدود کړی، پیغام ورسوو او موږ غواړو، خپلو مدني فعالیتونو ته دوام ورکړو او خپل انساني حقونو ته ورسېږو.»

زده‌کوونکې صفیه وايي: «اسلامي امارت چې پر موږ کوم محدودیتونه لګولي، لطفاً دا محدودیتونه دې لرې کړي، د ښوونځیو دروازې دې خلاصې او موږ ته دې د کار زمینه برابره کړي.»

دا په داسې حال کې ده چې ۲۹۲ ورځې کېږي د نجونو منځني ښوونځي او لېسې تړلې دي.  دې کار په کور دننه او بهر د ډېر غبرګونونه راپارول، خو لا هم څرګنده نه‌ده چې د ښځو او نجونو برخلیک به څه وي.

دغه شاعرانې او لیکوالې د یوه پرېکړه‌لیک په صادرولو سره زیاتوي، د نجونو د ښوونځيو نه پرانېستل کېدل هېڅ دیني توجیه نه‌لري.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه