Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

مولوي یعقوب په دوحه کې د ملي پخلاینې او د افغانانو د حقونو په اړه خبرې کړي

قطري چارواکو په دوحه کې د هېواد دفاع وزارت له سرپرست سره د کتنې پر مهال په افغانستان کې د ملي پخلاینې د رامنځ‌ته کېدو پر اهمیت، د خلکو د حقونو  تامین او نورو مسایلو په اړه خبرې کړې دي.

ورته مهال د قطر د بهرنیو چارو وزیر له مولوي محمد یعقوب مجاهد سره په کتنه کې ویلي، د قطر حکومت له افغانستان سره خپلو مرستو ته دوام ورکوي.

ښاغلي مجاهد د خپل سفر په ترڅ کې د دې هېواد له بېلابېلو پوځي چارواکو سره هم خبرې کړې.

دفاع وزارت په‌دې اړه ویلي: «په‌دې کتنه کې دواړو لورو د دفاعي او امنیتي اړیکو د پراختیا په تړاو د دوه اړخیزو همکاریو په اړه بحث او خبرې وکړې. د ملي دفاع وزارت سرپرست د دوست هېواد قطر له همکاریو خوښي څرګنده کړه او په دې برخه کې د لا زياتو مرستو غوښتنه وکړه.»

د پوهنتون استاد نجیب‌الله جامع وايي: «دا یو مهم سفر دی، هم له اقتصادي او هم د سیاسي اړیکو له اړخه.»

د ملي دفاع وزارت سرپرست قطر ته د ‌دې سفر پر مهال په هغه هېواد کې له میشتو یو شمېر افغانانو سره هم لېدلي او هغو ته یې ډاډ ورکړی چې ځايي ستونزې به یې له قطري چارواکو سره شریکې کړي.

د نړیوالو اړیکو کارپوه نصیر احمد ترکی وايي: «قطر ته د ملا یعقوب د سفر موخه دا ده چې د دوحې د هوکړې عملي کولو ته دوام ورکړي چې طالبانو یې تضمین کړی و، څو له افغانستانه د امریکا او په سیمه کې د هغه د متحدینو ګټې له ګواښ سره مخ نه‌شي.»

د نړیوالو اړیکو کارپوه سید جواد سجادي وايي: «هغه څه چې مهم دي دا دي چې طالبان باید د حکومت جوړولو، بشري حقونو او د بیان ازادۍ ته د درناوي په برخه کې بنسټیز ګامونه پورته کړي، څو له نورو هېوادونو سره د خپلو اړیکو د پرانستلو شاهدان واوسي.»

له شاوخوا نهو کلو راهیسې دوحه د اسلامي امارت د سیاسي دفتر کوربه ده او دمګړۍ یو له هغو هېوادونو دی چې د سرپرست حکومت او نړۍ تر منځ د منځنګړي په توګه خپلو هڅو ته دوام ورکوي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه