Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

هېواد کې پر ټولنیز عدالت او د ملي بحث پر ترسراوي د کرزي او عبدالله ټينګار

د هېواد پخواني ولسمشر او د مخکیني حکومت د ملي روغې جوړې عالي شورا رییس عبدالله عبدالله، پر ټولنیز عدالت ټينګار کوي او د هېواد اوسنیو ننګونو ته د حل لپاره د ملي بحث او خبرو اترو ترسراوی یوازینۍ حل لار ګڼي.
         
پخوانی ولسمشر حامدکرزی زیاتوي:«یووالی او تفاهم او د خبرو اترو له لارې د ملي مسایلو حل د یوه ملت د بریالیتوب راز دی، نو یوځل بیا د ملي بحث پر رامنځته کېدو ټينګار کوم او په هېواد کې یې له ټولو شته ستونزو د وتلو یوازینۍ لار ګڼم.  هیله من یم چې ژر تر ژره د دغه راز خبرو شاهدان واوسو څو وکړای شو د مفاهمې او ملي یووالي او اتفاق له لارې خپل ګران هېواد تلپاتې سولې، ټيکاو، پرمختګ او سوکالۍ ته ورسوو او خپلو ځورېدلو خلکو ته دایمي آرامتیا ورپه برخه کړو.»

د مخکیني حکومت د ملي روغې جوړې عالي شورا رییس عبدالله عبدالله هم څرګندوي:«د اوسنیو ستونزو حل لپاره په هېواد کې د ټولنیز عدالت، مشارکت، د زده کړو په ګډون د ټولو افغانانو د اساسي حقونو تامین حیاتي او ضروري دی. د ملي یووالي د تحکیم او په ګډه روښانه راتلونکې ته د ګذار لپاره، د هېواد فرهنګي، قومي او مذهبي تنوع ته درنښت او سوله ییز ژوند زمینې په برابرولو ټینګار کوم او تمه لرم چې مسوولان ورته توجه وکړي.»

ورته مهال د افغانستان مخکنی ولسمشر اشرف غني چې د افغانستان د پرېښودو له امله له ډېرو نیوکو سره مخ دی، د لوی اختر په مناست خپل پيغام کې د هېواد پر اوسني وضعیت اندېښنه څرګندوي.

ښاغلی غني په یوه غږیز پیغام کې چې پر فېسبوک پاڼه یې خپور کړی دی، له اسلامي نړۍ غواړي چې طالبان خپلو کړنو ته متوجه کړي.
 
مخکینی ولسمشر محمد اشرف غني ویلي:«له ټولې اسلامي نړۍ غواړم چې د طالبانو په کړنې استدلال وکړي. اسلامي نړۍ په یوه ستر مسیر کې مثبت دی او څرګنده اړتیا ده چې دوی د طالبانو حرکت متوجه کړي چې د اسلام مبین دین اساسات او د نړۍ د مسلمانانو خیر په کوم خوا دی. د ټولنې نړۍ تجربې ښيي چې د یوې نجلۍ تعلیم کولای شي پنځه نسله بدل کړي.»
      
د سیاسي چارو شنونکی طارق فرهادي په دې هکله وايي:«د ښاغلي غني پیغام له اختر وروسته نکرېزو ته پاتې کېږي؛ تاریخ اوس ثابته کړې ده که چېرې ښاغلی غني د خلکو په فکر کې وای، د خلکو د سبا په فکر کې وای، نه به تښتېده؛ کېدای شوی چې د سولې لار پیدا شوې وای او دا نصحیت یې چې دلته کړی باید په خپله یې اورېدلی وای؛ ای کاش چې د خلکو د سبا په فکر کې وای او د افغانستان نهه مېلیون ډالر به یې بهر ته نه استول.»

د پوهنتون استاد سید جواد سجادي هم څرګندوي:«د سیاسي مشرانو په پیغام کې دوه څیزونه مهم او بنسټيز دي؛ د خلکو اراده او د خلکو غوښتنې، مطالبات او بنسټيزې اړتیاوې؛ نو پر دې بنسټ په سیاست کې شونې نه ده چې حکومت د خلکو ارادې او غوښتنې ته بې پامه وي.

د مخکیني حکومت چارواکي په داسې حال کې د افغانستان د اوسني وضعیت لپاره حل لارې وړاندیز کوي، چې په تېرو شلو کلونو کې د هغوی کړنې په تېره بیا د جمهوریت تر سقوط وروسته له ډېرو نیوکو سره مخ شوې دي.

د مخکیني حکومت د چارواکو د اختریزو پیغامونو یوه برخه د هېواد پر اوسني وضعیت او د حل لارو پر موندلو راټوله ده.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه