Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

بلال کریمي: اسلامي امارت له نړیوالې ټولنې سره د رسمي اړیکو غوښتونکی دی

د اسلامي امارت د ویاند مرستیال بلال کریمي وايي، کابل له یو شمېر هېوادونو سره اړیکي لري او له نړیوالې ټولنې سره رسمي اړیکې غواړي. ښاغلي کریمي زیاته کړې، کابل د رسمیت پېژندلې لپاره شرایط بشپړ کړي دي.

د اسلامي امارت د ویاند مرستیال بلال کریمي وايي:« اسلامي امارت له ډېرو هېوادونو سره اړیکي لري او غواړي چې له نړیوالو او نورو هېوادونو سره رسمي او ژورې اړیکي پیل شي او یو نوي پړاو او نوي فصل ته دننه شي.»

په افغانستان کې د ټول‌ګډونه حکومت جوړېدل، د بشري او په ځانګړې توګه د ښځو د حقونو رعایتېدل، له ترهګرو سره مبارزه او د نورو هېوادونو پر وړاندې د افغانستان له خاورې نه ګټنه هغه شرایط دي چې نړیوالې ټولنې د سرپرست حکومت د رسمېت پيژندنې لپاره مطرح کړي او نړیواله ټولنه پر دې باور ده چې دغه چارې لا تر اوسه په بشپړه توګه نه‌دي عملي شوي.

د نړیوالو اړیکو کارپوه جاوید سنګدل وايي:«که موږ غواړو له اوسنیو ستونزو څخه راووځو او له نړۍ سره د یوه هېواد په توګه چلند وکړو، د افغانستان د ټولو ستونزو درملنه یوازې په منظمه توګه سیاسي، ټولنیزه او اقتصادي برنامه چې کولای شي افغانستان د سیمې په کچه باثباته کړي.»

د سیاسي مسایلو کارپوه سید جواد حسیني وايي: «تر څو چې اسلامي امارت د نړیوالې ټولنې غوښتنو ته مثبت ځواب ور نه‌کړي، زه فکر نه‌کوم چې نړیواله ټولنه دې د اسلامي امارت په رسمیت وپیژني.»

له دې سره سم، د حزب اسلامي رهبر وايي، په هېواد کې د تل پاتې سولې لپاره اړتیا ده چې له ټولو سیاسي، مذهبي، ټولنیزو او قومي ډلو او شخصیتونو سره خبرې وشي.

د افغانستان د اسلامي ګوند مشر ګلبدین حکمتیار وايي: «سولې ته د رسېدو او د کړکېچ د حل لاره اغېزناک داخلي ګوندونه دي. مذهبي شخصیتونه او یا ټولنیز او قومي شخصیتونه، ټول دې په صداقت سره د خبرو اترو لپاره د ورورګلوۍ په فضا کې له قید و شرایط پرته له یو بل سر کېنې او د یو بل خبرې دې واوري.»

تر دې مخکې د پاکستان د اکسپرس ټربیون ورځپاڼې د دې هېواد د یوه چارواکي له قوله لیکلي وو چې د روان کال په مارچ میاشت کې تر دولسو هېوادونو غوښتل چې اسلامي امارت په رسمیت وپېژني، خو د سرپرست حکومت له لوري د کړو ژمنو د نه عملي کېدو له امله دغه چاره وځنډول شوه.

ښاغلي کریمي زیاته کړې، کابل د رسمیت پېژندلې لپاره شرایط بشپړ کړي دي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه