Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

امریکايي چارواکي له افغانستانه د امریکا د وتلو د څرنګوالي راپور خپروي

د امریکا متحده ایالاتو چارواکي وايي، له افغانستانه د امریکا د وتلو او په افغانستان کې د امریکا د شل کلن حضور د څرنګوالي په اړه د دغه هېواد د استخباراتو څېړنې د بشپړېدو په حال کې دي.

د امریکا د اطلاعاتو سازمان له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو د وېستنې د څرنګوالي په تړاو یو راپور جوړ کړی، خو د دغو چارواکو په وینا، ښايي د دې راپور ځینې مهمې برخې خپرې نه‌شي.

له افغانستانه د امریکا د متحده ایالاتو د بېړني او غیر مشروطه وتلو شاوخوا یو کال تېرېږي.

د امریکا په دفاع وزارت کې د اېن‌بي‌سي خبریالې کورټني کیوبي وايي: «په تېر دوبي کې له افغانستانه وتنه د بایډن ادارې لپاره یو ترخه پرېکړه وه. که څه هم د ملي دفاع وزارت له لوري دغه ماموریت ته جان کربي ګومارل شوی وو چې د دې عملیاتو د څرنګوالي په تړاو خبرې وکړي. ځینې شیان ډېر ساده دي لکه د وزارتونو او چارواکو له لوري د اعلامیو خپرول، خو ځینې شمېرې او معلومات به د سپینې ماڼۍ له لوري اعلان شي.»

ورته مهال د امریکايي رسنیو د راپور له مخې، په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو د تېر شل کلن حضور په تړاو د امریکا د بهرنیو او دفاع وزارتونو څېړنې لا هم دوام لري.

له افغانستانه د امریکايي ځواکونو د وېستنې پرېکړه په امریکا کې هم له ګڼو نیوکو سره مخ شوې وه، خو اوس د بایډن په مشرۍ دولت په دې څېړنه کې د څه په لټه کې دی؟

د سیاسي چارو کارپوه سید جواد سجادي وايي: «د وتلو یا د راپورونو د چمتو کولو په کلیزه کې هڅه کوي چې له افغانستانه وتل توجیه کړي.»

امریکا په داسې حال کې یو ځل بیا له افغانستانه د خپلو ځواکونو د وېستنې پر څېړنې تمرکز لري چې تېر کال همدغه ځواکونه د سپینې ماڼۍ او طالبانو تر منځ د هوکړې له مخې له افغانستانه ووتل او په پایله کې یې اسلامي امارت یو ځل بیا واک ته ورسېد.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه