Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د خبرو اترو له لارې د افغانستان د کشالې پر حل د احمد مسعود ټینګار

د مقاومت جبهې مشر احمد مسعود وايي، د افغانستان د کشالې حل خبرې اترې دي، نه جګړه او تاوتریخوالی.

نوموړي له «بي‌بي‌سي» سره په مرکه کې یو ځل بیا ټینګار کړی چې کله "طالبان" په‌دې باور نه وي، د دوی پر وړاندې له ودرېدو پرته بله چاره نه‌لري.

د هغه په باور د افغانستان د سیاسي مسایلو په حل کېدو سره به اوسنی حاکمیت مشروعیت تر لاسه کړي، ګنې له دې پرته به په افغانستان کې ستونزې لاپسې ډېرې شي.

د مقاومت د جبهې مشر احمد مسعود وايي: «موږ د افغانستان په اړه خپلې اندېښنې له ټولو لوېدیځو او ختیځو هیوادونو سره شریکې کړې دي. د افغانستان وضعیت جدي غور ته اړتیا لري؛ جدي پاملرنې ته اړتیا لري؛ افغانستان باید سیاسي ثبات ومومي او ژر تر ژره سیاسي حل لاره ومومي. که دا طالب وي او که نورې ډلې؛ اړينه ده چې د افغانستان د ستونزې د حل لپاره د يوه مشروع نظام سياسي حل لاره د سيمې او نړۍ په ښې همکارۍ سره حل شي، که نه نو د افغانستان ستونزه او د افغانستان ستونزه يو ځل بيا پر سيمه او نړۍ اغېز کولای شي.

دا په داسې حال کې ده چې د احمد مسعود په مشرۍ وسله‌وال په ځینو غرونو کې شپې او ورځې تېروي او سرپرست حکومت هم دوی د هېواد امنیت ته ګواښ نه ګڼي.

د پوځي چارو کارپوه اسدالله ندیم وايي: «بهرنیانو د احمدشاه مسعود د مبارزې ملاتړ کاوه، په داسې حال کې چې د احمد مسعود د مبارزې ملاتړ ته هېڅوک نه‌دي حاضر شوي.»

له بل لوري د افغانستان د وضعیت څارونکي پر دې باور دي چې مخالفت که کوچنی او محدود هم وي، منفي اثرات لري او هغو ته باید پام وشي.

د سیاسي چارو کارپوه سید هارون هاشمي: «جنګ او خشونت د ستونزو او مشکلاتو د حل لار نه‌ده. اسلامي امارت ته پکار ده چې د خپلو مسلحو او سیاسي مخالفینو سره ټولې ستونزې مزاکراتو، تفاهم، منطق او یو بل د پوهاوي له طریقه حل و فصل کړي.»

تر دې مخکې د اسلامي امارت چارواکو په وار وار له خپلو مخالفینو غوښتي وو چې له جګړې لاس واخلي او له اسلامي امارت سره یو ځای شي، خو احمد مسعود بیا د اوسني حکومت له څرنګوالي سره مخالف دی.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه