د امریکا ولسمشر جوبایډن د جمعې په ماښام د سعودي عربستان له ولیعهد محمد بن سلمان سره په لیدنه کې د افغانستان د امنیت په هکله هم خبرې کړې دي.
په دغې ګډه اعلامیه کې چې د محمد بن سلمان سره د جوبایډن د لیدو په هکله خپره شوې ده، راغلي دي چې په افغانستان کې د امنیت، د ترهګرو د ګواښونو او د ښځو او نجونو حقونو موضوع د دغو دوو مشرانو د خبرو یوه برخه وه.
اعلامیه کې راغلي دي:«دواړه لوري افغانستان کې له امنیت ملاتړ او د ترهګرو له ګواښونو سره پر مبارزې ټينګار وکړ.»
د اعلامیې پر بنسټ، هغوی له افغانستان سره د بشري مرستو پر دوام هم ټينګار وکړ.
د دواړو هېوادونو مشرانو د افغان ښځو او نجونو له حقونو په ځانګړې توګه زده کړو ته د لاسرسي او کار څخه خپل ملاتړ اعلان کړ او په دغه هېواد کې د روغتیايي خدمتونو د کچې د لوړېدو غوښتنه یې هم وکړه.
په دې اړه مو اندونه