د اوبو او انرژۍ وزارت وايي، کابل ښار د اوبو کمښت بحران ته نږدې شوی او سږ کال تر ځمکې لاندې اوبو کچه تر درې نیم مټرو ښکته شوې ده.
دا وزارت له خصوصي سکټور او مرستندویو بنسټونو د مرستې غوښتنه کوي.
د اوبو او انزژۍ وزارت تر ځمکې لاندې اوبو رییس عزیز الرحمان عزیز وايي: «د بودیجوي محدودیتونو له کبله موږ و نه شول کولای چې د للندر ذخیروي پروژې ودانیزې چارې پیل کړو.»
بلخوا د پلازمېنې یو شمېر اوسېدونکي د اوبو له کمښته شکایت کوي.
د پلازمینې اوسېدونکی احمد وايي: «زه هره ورځ درې ځله اوبو پسې راځم، خلک ډېر دي، ګڼه ګوڼه وي.»
ورته مهال د کابل ښار د خیرخانې سیمې یو شمېر اوسېدونکي وایي، د څاګانو اوبه یې وچې شوي او ناچاره دي چې له نورو ځایونو اوبه یوسي.
د خېرخانې سیمې اوسېدونکی سمیر وايي: «څلور سوه کورنۍ له یوه ځایه اوبه اخلي، په ډېرې سختۍ وار رارسېږي او کور مو هم لرې دی.»
د کابل ښار یو بل اوسېدونکی محمد حسین وايي: «اوبه لږې دي او په نلونو کې اوبه ډېرې وروسته راځي، نږدې په اته ورځو کې یو ځل او څاګانې هم وچې شوې دي.»
بل پلو د اوبو یو شمېر پلورونکي وایي، د تېرو کلونو پرتله د کابل ښار ډېرو اوسېدونکو د اوبو پېرلو ته مخه کړې ده.
د اوبو پلورونکی میرویس وايي: «سږ کال اوبه ډېرې پلورو او د نورو کلونو پرتله سږ کال اوبه هم ډېرې ښکته تللي دي.»
د اوبو او انرژۍ وزارت په وینا، د نفوس زیاتېدل، تر ځمکې لاندې اوبو ډېر کارېدل او د هوا بدلون هغه لامونه دي چې کابل ښاریان یې تر بل هروخته ډېر د اوبو له کموالي سره مخ کړي دي.
په دې اړه مو اندونه