Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

پکتیکا کې د تېرې ورځې د زلزلو د ټپيانو شمېر ۳۱ تنو ته رسېدلی

په پکتیکا کې د تېرې ورځې د دوه پرله‌پسې زلزلو له امله د ټپیانو شمېر ۳۱ کسانو ته رسېدلی.

د دغه ولايت سیمه‌ییز چارواکي وايي، یادو زلزلو په برمل، ګیان او زیړوک ولسوالیو کې د لسګونه ځايي خلکو کورونه هم نړولي دي. دا زلزله د ریکټر په کچه پنځه اعشاریه یوه درجې بلل شوې چې، د افغانستان ځينې سوېل ختیځ ولایتونه يې لړزولي دي.
 
د پکتیکا د ګيان ولسوالۍ اوسېدونکي وايي، د بیا ځل زلزلې له وېرې په خېمو کې ژوند تېروي.

د پکتيکا په ګيان، برمل او زيړوک ولسواليو کې د دوشنبې په ورځ ناوخته يو ځل بيا سخته زلزله وشوه، چې له امله یې ۳۱ تنه تپيان شوي.

د ګيان ولسوالۍ اوسېدونکی شمس هم وايي:«د تېرې زلزلې له امله د پکتیکا ولایت په ګیان ولسوالۍ کې زرګونه کورونه تخریب شوي دي کورنۍ سرپناه نه لري.»

د ګیان ولسوالۍ بل اوسېدونکی اسدالله ګیانوال وویل:«کومې مرستې چې ګیان ته رارسېدلي دي دغه کفایت نه کوي، ځکه چې په ګیان ولسوالۍ کې زیات تلفات اوښتې دي، له شته حکومت او نړیوالو بنسټونو او موسسو څخه مو غوښتنه دا ده چې دوی دغه مرستې نورې هم وغځوي.»

د پکتيکا د روغتيا رییس وايي، د وروستۍ زلزلې له امله تر دې دمه ۳۱ ټپيان روغتيايي مرکزونه ته لېږدول شوي دي.

ډاکتر حکمت الله عصمت زياتوي، چې په ګيان ولسوالۍ کې د ده په وينا تر اوسه د زلزلې نږدې ۴۰  ټکانونه شوې او ان د ږلۍ په نوم په يوه غره کې په پرله پسې توګه زلزله کېږي.

د پکتيکا ولايت د عامې روغتيا رييس ډاکتر حکمت الله عصمت څرګنده کړه:«په سیمه کې چې کومې ولسوالۍ زلزلې ځپلي دي هلته دوامداره یا اکثراً د زلزلې ټکانونه محسوسېږي پرون د ګیان ولسوالۍ  د «ږلۍ» په نوم یو کلی چې هلته د مازدیګر له زلزلې وروسته د ماسختین تر ۹ بجو پورې په پرله پسې توګه د زلزلې ټکانونه وو او د غرو له سیمو هم یو هیبت ناکه اواز وت.»

اخوا، پېښو ته د رسېدو په چارو کې د دولت وزارت وایي، پکتیکا ولايت ته یې ژغورونکې او روغتیايي ډلې لېږلې څو له زلزله ځپلو سره مرستې وکړي.

پېښو ته د رسېدو په چارو کې د دولت وزارت ویاند مولوی محمد نسیم حقاني وویل:«د دغو زلزلو له امله زموږ شل تنه هېوادوال پټيان شوي دي او له ۶۰۰ څخه زیات کورونه ویجاړ شوي دي. د ژغورنې او روغتیا ډلې په سیمه کې کار کوي چې خلکو ته رسېده ګي وکړي.»

کابو مياشت مخکې د پکتيکا په ګيان او برمل ولسواليو کې سختې زلزلې تر زرو د ډېرو ځايي اوسېدونکو ژوند واخيست او نږدې دوه زره نور یې ټپيان کړل.

په هغه زلزله کې سلګونه کورونه هم ویجاړ شوي، او لا هم دغلته ډېری خلک تر خېمو لاندې ژوند تېروي. 

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه