Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د افغانستان په هکله د بلاول بوټو او حسن کاظمي قُمي ترمنځ خبرې اترې

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر د افغانستان لپاره د ایران له ځانګړي استازي حسن کاظمي قُمي سره په لیدنه کې له کابل سره په جوړونکي تعامل ټينګار کړی او ویلي یې دي چې پاکستان یوه سوله ییز او باثباته افغانستان ته ژمن دی.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت په یوې خپرپاڼه کې ویلي دي چې د دغه هېواد د بهرنیو چارو وزیر بلاول بوټو زرداري د افغانستان له سرپرست حکومت سره د جوړونکي تعامل او همکارۍ د دوام غوښتونکی دی.

حسن کاظمي قُمي افغانستان کې د پاکستان د جوړونکي رول ستاینه وکړه.

د رپوټونو پر بنسټ، بلاول بوټو زرداري د شانګهای همکاریو سازمان له سرمنشي ژانګ مېنګ سره هم لیدلي دي. ښاغلي زرداري په دغې لیدنه کې ویلي دي چې اسلامي امارت باید د نړۍوالې ټولنې اندېښنې له پامه ونه غورځوي.

هغه ټینګار کړی دی چې اسلامي امارت باید د پراخ بنسټه حکومت د رامنځته کېدو، له ترهګرۍ سره د مبارزې، او د نجونو د زده کړو غوښتنو ته پاملرنه وکړي.

له دې سره هم مهاله، کابل وايي چې د نړۍ له ټولو هېوادونو سره د ښو اړیکو غوښتونکی دی.

د بشري حقونو په ځانګړې توګه د ښځو د حقونو رعایت، کار ته د ښځو د اجازې ورکړه او د نجونو د ښوونځیو پرانیست له اسلامي امارته د نړۍوالې ټولنې اصلي غوښتنې دي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه