Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د اسلامي امارت ویاند: د دوحې تړون پر ټولو ژمنو مو عمل کړی

د اسلامي امارت ویاند د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند د څرګندونو په غبرګون کې وایي چې اسلامي امارت د دوحې تړون له مخې پر خپلو ټولو ژمنو عمل کړی او د اسلامي شریعت په چوکاټ کې د لږکیو او ښځو د حقونو رعایت کولو ته ژمن دی.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند د اسلامي امارت له خوا د دوحې د ژمنو پر نه عملي کېدو نیوکه کړې ده.

د اسلامي امارت د ویاند مرستیال بلال کریمي د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د ویاند د وروستیو څرګندونو په غبرګون کې وايي، کابل په بشپړه توګه د دوحې د سولې هوکړه عملي کړې ده:«موږ د دغې غوښتونکي یوو چې له ټولو هېوادونو سره ښې اړیکې ولرو او اجازه نه ورکوو چې له بهره د نظام د جوړېدو په هکله، د نظام د جوړښت په هکله دیکتې یا امر وشي.»

ورته مهال د سیاسي چارو شنوونکی طارق فرهادي هم څرګندوي:«د دوحې له هوکړه لیکه په حقیقت کې دوه څيزونه پاتې دي، یو دا چې د افغانانو ترمنځ مذاکرات بشپړ شي د دې سربېره چې مخکینی پلاوی شتون نه لري، باید یو نوی پلاوی د افغانستان له پاتې خلکو له لوري له طالبانو سره مذاکره وکړي او کله چې دا مذاکره بشپړه شي امریکا هم باید د ترهګرۍ له نوملړه د طالبانو نوم وباسي.»

خو د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند په یوې خبري غونډه کې یو ځل بیا په افغانستان کې له سرپرست حکومته غوښتي چې د دوحې هوکړه کې شوې ژمنې چې، د ټول ګډونه حکومت جوړېدل، د ښځو او لږکیو د حقونو رعایتېدل، د نجونو د ښوونځيو پرانیستنه او له ترهګرو ډلو سره د اړیکو پرېکون شامل دي عملي کړي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت وایند نډ پرایس وویل:«هېڅ جوړ جاړی نشته. بشري حقونو، د ښځو، نجونو او لږکیو حقونو ته درناوی او هغو کسانو ته چې غواړي له افغانستانه ووځي د تګ راتګ لپاره د ازادیو ورکړه. د القاعدې او داعش په ګډون د ترهګرو پر وړاندې د مبارزې ژمنه او د داسې یوه دولت جوړول چې، د ټولو پرګنو استازي په کې وي. دا د طالبانو ډېرې ساده ژمنې دي.»

د بشري حقونو او د بیان ازادي رعایتول، د ټول ګډونه حکومت جوړول، له ترهګرۍ سره مبارزه د نورو هېوادونو پر وړاندې د افغانستان د خاورې نه کارېدل د دوحې هوکړې ځینې موارد دي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه