Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د امر بالمعروف او نهې عن المنکر وزارت: هېڅ غیر اسلامي سپارښتنه د منلو نه ده

د امر بالمعروف او نهې عن المنکر وزارت سرپرست په غزني ولایت کې په یوې غونډه کې وايي چې اسلامي امارت د نړیوالې ټولنې هېڅ ډول سپارښتنه چې له دین او شریعت سره په ټکر کې وي نه مني.

نوموړي پر اسلامي امارت بندیزونو ته په اشارې سره وايي چې اسلامي امارت د نړۍ له هېوادونو سره تعامل ته چمتو دی خو هېڅ ډول غیراسلامي سپارښتنه نه مني.

د امربالمعروف او نهی عن المنکر وزارت سرپرست مولوي محمد خالد حنفي وویل:«د اسلامي اصولو په تطبیق کولو کې، د الله او د رسول الله (ص) او د خلافاوو اربعه او صحابه وو به منوو، او د اسلامي نظام پر خلاف موږ د هېچا نه منوو.»

د امربالمعروف او نهی عن المنکر وزارت سرپرست له ټولو دولتي کارکوونکو غواړي چې خپل صورت او سیرت د اسلامي شریعت سره سم برابر کړي.

ښاغلي حنفي وویل:«ټولو مامورینو ته که چېرې هغوی په ولایتونو کې وي او که په ولسوالیو کې وي او هر ځای کې چې وي. او که په وزارتونو کې وي، سیرت او صورت یې د اسلامي شریعت په مطابق وي.»

له بلې خوا، د غزني والي په دغه ناسته کې د دې ولایت له ټولو پوځي او ملکي مسوولینو وغوښتل چې تر خپل امر لاندې کسانو ته سپارښتنه وکړي چې له خلکو سره نېک چلن کوي.

د غزني والي مولوي محمد اسحاق آخوند زاده څرګنده کړه:«که په پوسته کې ولاړ دی او که په ولسوالۍ کې ولاړ دی، که په ریاست کې ولاړ دی، باید له خلکو سره نېک چلن وکړي.»

د امربالمعروف او نهې عن المنکر وزارت سرپرست وايي چې پر هېواد د اسلامي امارت په واکمنېدو سره ښځې سل سلنه حجاب رعایتوي.

د امر بالمعروف او نهې عن المنکر وزارت سرپرست پر اسلامي امارت بندیزونو ته په اشارې سره وايي چې اسلامي امارت د نړۍ له هېوادونو سره تعامل ته چمتو دی خو هېڅ ډول غیراسلامي سپارښتنه نه مني.

تصویر بندانگشتی

د امر بالمعروف او نهې عن المنکر وزارت سرپرست په غزني ولایت کې په یوې غونډه کې وايي چې اسلامي امارت د نړیوالې ټولنې هېڅ ډول سپارښتنه چې له دین او شریعت سره په ټکر کې وي نه مني.

نوموړي پر اسلامي امارت بندیزونو ته په اشارې سره وايي چې اسلامي امارت د نړۍ له هېوادونو سره تعامل ته چمتو دی خو هېڅ ډول غیراسلامي سپارښتنه نه مني.

د امربالمعروف او نهی عن المنکر وزارت سرپرست مولوي محمد خالد حنفي وویل:«د اسلامي اصولو په تطبیق کولو کې، د الله او د رسول الله (ص) او د خلافاوو اربعه او صحابه وو به منوو، او د اسلامي نظام پر خلاف موږ د هېچا نه منوو.»

د امربالمعروف او نهی عن المنکر وزارت سرپرست له ټولو دولتي کارکوونکو غواړي چې خپل صورت او سیرت د اسلامي شریعت سره سم برابر کړي.

ښاغلي حنفي وویل:«ټولو مامورینو ته که چېرې هغوی په ولایتونو کې وي او که په ولسوالیو کې وي او هر ځای کې چې وي. او که په وزارتونو کې وي، سیرت او صورت یې د اسلامي شریعت په مطابق وي.»

له بلې خوا، د غزني والي په دغه ناسته کې د دې ولایت له ټولو پوځي او ملکي مسوولینو وغوښتل چې تر خپل امر لاندې کسانو ته سپارښتنه وکړي چې له خلکو سره نېک چلن کوي.

د غزني والي مولوي محمد اسحاق آخوند زاده څرګنده کړه:«که په پوسته کې ولاړ دی او که په ولسوالۍ کې ولاړ دی، که په ریاست کې ولاړ دی، باید له خلکو سره نېک چلن وکړي.»

د امربالمعروف او نهې عن المنکر وزارت سرپرست وايي چې پر هېواد د اسلامي امارت په واکمنېدو سره ښځې سل سلنه حجاب رعایتوي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه