Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د اسلامي امارت رهبر: بشري قوانین اعتبار نه‌لري

په کندهار کې له والیانو سره د اسلامي امارت د رهبر مولوي هبت‌الله اخندزاده د لېدنې په اړه په یوې خبرپاڼه کې راغلي چې له دې وروسته باید په هېواد کې ټولې پرېکړې د اسلامي شریعت پر بنسټ وشي.

د اسلامي امارت ویاند ذبیح‌الله مجاهد د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره وایي، د اسلامي امارت مشر د چهارشنبې په ورځ په کندهار کې له والیانو سره په غونډه کې د اسلامي قوانینو پر پلي کېدو ټينکار کړی دی او ویلي یې دي چې بشري قوانین بې‌اعتباره دي.

د اسلامي امارت مشر مولوي هبت الله آخندزاده ویلي: «په تېرو شلو کلونو کې د اسلامي نظام او شریعت پر ضد خورا ډېر تبلیغات شوي. هغه قوانین چې د خلکو له‌خوا جوړ شوي وي، د تطبیق وړ نه دي.»

په‌دې غونډه کې د اسلامي امارت مشر زیاته کړې، په سرپرست حکومت کې یوازې او یوازې شرعي قوانین د پلي کېدو وړ دي او د ټولو ستونزو حل لاره په شریعت کې ده.

په ورته وخت کې یو شمېر کارپوهان وايي، د شرعي قوانینو تر څنګ نورو قوانینو ته هم اړتیا ده.

د پوهنتون استاد عبدالناصر شفیق وايي: «د اوسني عصر د مقتضیاتو سره سم قانون ګذارۍ اړتیا ده چې د اسلام له روح او مقاصدو سره په ټکر کې نه اوسي.»

د پوهنتون استاد غلام سخی احساني وايي: «قانونونه باید په داسې ډول وضع شي چې له شریعت سره په ټکر کې و نه اوسي. کله چې داسې وي، همغه قانون خپله اسلامي دی.»

د اسلامي امارت د مشر په حواله زیاته شوې، د ښځو ټول حقونه دې ورکړل شي او په‌دې برخه کې باید د ده مخکینی شپږ ماده‌ییز فرمان په بشپړ ډول عملي شي. د اسلامي امارت د مشر د دې شپږ ماده‌ییز پیغام په یوه برخه کې راغلي دي چې: «ښځې مال نه‌دي او باید له هغوی سره د شرعي قوانینو له مخې چلند وشي.»

د ښځو د حقونو فعاله مریم معروف آروین وايي: «څه ډول د افغان ښځو ټول شرعي حقونه ورکړل شوي، په داسې حال کې چې له ۳۱۳ ډېرې ورځې کېږي د نجونو ښوونځیو دروازې بندې دي او ښځې له خپلو لومړنیو حقونو چې د ښوونې او روزنې حق دی، بې‌برخې دي.»

تر دې وړاندې د اسلامي امارت مشر د حکومتي چارواکو پر وړاندې د ناثبت شویو تورونو خپرېدل منع اعلان کړل او وې ویل، د ټولو هېوادوالو او رسنیو مسوولیت دی چې د دغه فرمان پر بنسټ عمل وکړي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه