Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

په افغانستان کې له بشري حقونو د سرغړونې په اړه د امريکايي سناتورانو اندېښنه

یو شمېر امریکايي سناتورانو د ملګرو ملتونو سرمنشي ته د یوه لیک له لارې په افغانستان کې له بشري حقونو د سرغړونې په اړه اندېښنه څرګنده کړې ده.

د باب منندز، جیم ریچ، جین شاهین او جاني ارنسټ په ګډون د امریکایي سناتورانو ډلې په‌دې لیک کې لیکلي، د اسلامي امارت چارواکي له نړۍ سره د ډېپلوماتیکو اړیکو د ټینګولو لپاره د بهرنیو سفرونو له معافیته ناوړه ګټه پورته کوي.

د دې لیک په یوې برخه کې رغلي: «موږ باید په داسې حال کې چې طالبان د افغان ښځو او نجونو د حذف کولو په لټه کې دي، ننداره کوونکي و نه اوسو.اوس‌مهال ملګري ملتونه دا فرصت لري چې معنی لرونکي کارونه تر سره کړي، داسې کارونه چې نړۍ ته څرګند پيغام ولېږي او د ملګرو ملتونو غړي هېوادونه به د افغانانو په تېره بیا د ښځو او نجونو له حقونو نه  دفاع وکړي»

دا په داسې حال کې ده چې ټاکل شوې ده، د ملګرو ملتونو امنیت شورا د اسلامي امارت پر مشرانو د سفرونو محدودیت یو ځل بیا وارزوي. دغه سناتوران وایي، د اسلامي امارت مشران له دغه معافیته ناوړه ګټه پورته کوي او د ډيپلوماټيکو اړیکو د جوړولو لپاره یې چین او روسیې ته سفرونه کړي دي.

دغه سناتوران له ملګرو ملتونو غواړي چې د افغانستان څوکۍ اسلامي امارت ته ور نه کړي.

د سیاسي مسایلو کارپوه جاوید سنګدل وايي: «په افغانستان کې واکمن مشران باید یو داسې میکانیزم چمتو کړي چې د نړۍ تر پوښتنې لاندې را نه‌شي او د دې ستونزې د حل لپاره باید په سیاسي خبرو اترو تمرکز وشي.»

د پوهنتون استاد فیض محمد ځلاند وايي: «په افغانستان کې دننه د افغانستان ستونزې په مشخص ډول حل ته اړتیا ده او دا ننګونې باید نړیوالې ټولنې ته د دې فرصت ور نه‌کړي چې پر افغانستان نیوکې وکړي.»

خو اسلامي امارت تل له نړۍوالې ټولنې غوښتې چې د افغانستان په کورنیو چارو کې لاسوهنه و نه‌کړي.

د سیاسي چارو کارپوه سید جواد سجادي طلوع نیوز ته وايي: «د طالبانو چلند د نړۍ او ملګرو ملتونو تر نظر لاندې دی او دغه سازمانونه باید د هغوی د حساب ورکولو لپاره عملي اقدام وکړي.»

تر دې وړاندې هم د نړۍ بیلابیلو هېوادونو  په افغانستان کې پر ناوړه بشري وضعیت اندېښنه څرګنده کړې ده.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه