Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

حقاني: نړۍ دې له سیاسي چلن پرته د تحصیلاتو له برخې سره مرسته وکړي

د لوړو زده کړو وزارت سرپرست له نړۍ غواړي چې له سیاسي چلن پرته د افغانستان د تحصیلاتو له برخې سره مرسته وکړي.

عبدالباقي حقاني د امریکا له خوا د لوړو زده کړو وزارت د مشرتابه پر سفرونو پر بندیزونو نیوکه کوي او زیاتوي چې دغه کار به د افغانستان پر تحصیلي برخې ناوړه اغېز پرې باسي.

ښاغلي حقاني څرګنده کړه:«که چېرې نړۍ غواړي چې افغانستان پرمختګ وکړي د افغانستان د ابادۍ لپاره یوازينۍ ګټوره لار دا ده چې د افغانستان د لوړو زده کړو له سکټور سره مرسته وشي او د تحصیلي بنسټونو ملاتړ وشي چې وده وکړي او افغانستان پر ځان بسیا شي.»

له بل لوري په کابل کې د چین سفیر یو ځل بیا د افغانستان د شتمنیو د کنګل پاتې کېدو له امله پر امریکا نیوکه وکړه او همداراز یې له افغانستان سره د خپل هېواد د مرستو له دوامه خبر ورکړ.

کابل کې د چین سفیر وانګ یو وویل:«په افغانستان کې د کرنې، سوداګرۍ او د انټرنټ د پراختیا په برخو کې د چین پروژې لا هم دوام لري. موږ له افغانستان سره دوه ډوله مرستې کوو؛ یو ډول یې د طبیعي پېښو پر مهال او بل ډول یې د افغانستان د پرمختګ لپاره دي. اوسنی حکومت باید د سوداګرۍ په برخه کې پرمختګ وکړي.»

له دې سره سم، د پوهنتون ځینې استادان په افغانستان کې د لوړو زده کړو په هکله بېلابېل لیدلوري لري.

د پوهنتون استاد محمد یحیا رحیل وايي:«د چین له دولته زموږ غوښتنه دا ده چې د پوهنتونونو د استادانو او په هغه هېواد کې د بورسیه غوښتونکو لپاره د وړیا زده کړو زمینه برابره کړي چې د افغانستان د اوضاع د بدلون لپاره د چین له تحصیلي تجربو څخه اسفتاده وشي.»

د پوهنتون بل استاد فردين عيار هم څرګنده کړه:«د چین ښه اقتصادي او ښوونیز امکانات ته په کتو، دغه کولای شي چې د چین او افغانستان د تحصیلي بنسټونو ترمنځ د تحصیلي تجربونو په برخه کې له افغانستان سره مرسته وکړي.»

د کابل پوهنتون د رییس په وینا، د دغه پوهنتون روزنیزه مجتمع چې، درې تالاره او ۴۰ ټولګي په کې شامل دي، د چین له خوا د ۶۰ مېلیونه افغانیو په لګښت سره جوړ شوی دی.
 
شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه