Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

په کندوز کې د خصوصي پوهنتونونو د ښځینه او نارینه زده‌کړیالانو شمېر کم شوی

په کندز ولایت کې د خصوصي پوهنتونونو ټولنه د دې ولایت په خصوصي پوهنتونونو کې د زده‌کړیالانو د ۶۵ سلنې د کمښت خبر ورکوي.

د دې ټولنې مسوولان زیاتوي، په وروستیو میاشتو کې د کندز ولایت په اووه خصوصي پوهنتونونو کې د محصلینو شمېر پنځه زرو ته نه رسېږي، په داسې حال کې چې دا شمېر په مخکیني حکومت څه د پاسه یوولس زره تنو ته رسېدلی و.

دوی د هېواد اوسنی ناسم وضعیت په تېره بیا اقتصادي ناورین او سیاسي وضعیت په خصوصي پوهنتونونو کې د محصلینو د کمښت لامل بولي.

د شمال ختیځې حوزې د خصوصي پوهنتونونو ټولنې رییس سمېع الله دانشیار وايي: «شاوخوا لس تر یوولس زرو زده‌کړیالان په زده‌کړو بوخت و، خو له بدلونونو وروسته د زده‌کړیالانو شمېر څلور یا پنځه زرو ته راښکته شوی دی.»

په‌دې لړ کې د کندز د خصوصي پوهنتونونو مسوولان د ښځینه محصلینو کمښت تر اویا سلنې بولي او خبرداری ورکوی که وضعیت په همدې ډول دوام وکړي، په هېواد کې به ډېری خصوصي پوهنتونونه وتړل شي.

سمېع الله دانشیار زیاتوي: «اوس چې کوم وضعیت دی، که د کال تر پایه دوام پیدا کړي، خلک له اقتصادي ستونزو سره مخامخ وي، د لوړو زده‌کړو بنسټونه به له شپېتو نه تر اتیا سلنې پورې مارکېټ له لاسه ورکړي او دا د لوړو زده‌کړو کورنۍ لپاره یو ستر کړکېچ دی.»

په کندز کې د یوه خصوصي پوهنتون رییس مبارک شاه امیري  وايي: «موږ له اسلامي امارته غوښتنه کوو چې په‌خپلو لارو چارو او برنامو کار وکړي، څو خلک له زده‌کړو سره لېوالتیا پیدا کړي.»

له بلې خوا، یو شمېر زده‌کړیالان چې د دې ولایت په خصوصي پوهنتونونو کې په زده‌کړو بوخت دي، وايي، ډېری زده‌کړیالان د بې‌وزلۍ او ناڅرګند برخلیک له امله زده‌کړو ته شا کړې ده.

یو زده‌کړیال عطاء الله صافی وايي: «په تېرو میاشتو کې زموږ په ټولګي کې زده‌کړیالان له لسو نه څلورو ته راښکته شول؛ که وضعیت همداسې دوام پیدا کړي، ښايي ډېر زده‌کړیالان پوهنتون پرېږدي.»

په اوسني وخت کې په کندز ولایت کې اووه د لوړو زده کړو خصوصي بنسټونه فعالیت لري چې په بېلابېلو برخو کې په زده‌کړو بوخت دي. د دې بنسټونو مسوولان وایي، که د دوی ستونزو ته پاملرنه و نه‌شي خپل فعالیتونه به ودروي.

په کندز ولایت کې د خصوصي پوهنتونونو ټولنه د هېواد اوسنی ناسم وضعیت په تېره بیا اقتصادي ناورین او سیاسي وضعیت په خصوصي پوهنتونونو کې د محصلینو د کمښت لامل بولي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه