Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

اسلامي امارت: د القاعده شبکې رهبر د وژلو په اړه د جو بایډن "ادعا" څېړو

اسلامي امارت په یوې خبرپاڼه کې وايي، په کابل کې د القاعده شبکې د رهبر د حضور په اړه هېڅ معلومات نه‌لري.

په‌دې خبرپاڼه کې چې د اسلامي امارت ویاند له لوري خپره شوې، راغلي، د اسلامي امارت رهبر کشفي او استخباراتي بنسټونو ته لارښونه کړې چې د دې پېښې د بېلابېلو اړخونو په تړاو څېړنه وکړي.

په خبرپاڼه کې لیکل شوي: «د افغانستان اسلامي امارت د ايمن الظواهري د راتګ او دلته د اوسېدو په اړه هېڅ معلومات نه‌لري. د افغانستان اسلامي امارت مشرتابه کشفي او استخباراتي ارګانونو ته لارښوونه کړې چې د پېښې د مختلفو اړخونو په هکله هر اړخيزه او جدي څېړنه وکړي.»

اسلامي امارت له دې خبرپاڼې په کابل کې د امریکا متحده ایالاتو هوايي برید د افغانستان له ځمکنۍ بشپړتیا سرغړونه بللې او زیاته کړې یې ده چې کابل د دوحې تړون ته ژمن دی.

د سياسي چارو کارپوه وحيد فقيري وايي: «دغه عمل به د دوی مخالفان لا قوي کړي، په غرب کې به د دوی مخالفان وايي، موږ ویلې چې  دوی په خپلو وعدو باندې وفا نه‌کوي، موږ ويلې چې دوی وعده خلافه دي.»

د سياسي چارو کارپوه محمد حسن حقيار وايي: «نه دا موضوع تاييدوی شي او نه يې ردوی شي. که ردوي يې د نړۍ ټول استخبارات دا موضوع تاييدوي او امريکا هم شايد په دومره غټه کچه دروغ و نه وايي. او که تاييدوي يې له نړۍ سره مواجه کېږي.»

د سياسي چارو کارپوه سيد اکبر اغا وايي: «د خارجيانو حرکات له لومړيو څخه په دسيسو ولاړ دي، داسې يو مخلصانه حرکت يې نه‌دی کړی چې هغه د افغانستان په ګټه وي.»

د امريکا متحده ايالاتو ولسشمر جوبایډن اعلان وکړ چې په کابل کې د بې‌پيلوټه الوتکې په يوه هوايي بريد کې د ايمن الظواهري وژل شوی دی، خو تر اوسه يې په‌دې اړه کوم ثبوت نه‌دی خپور کړی.

د سياسي چارو کارپوه نقيب الله نوري وايي: «که ظواهري په افغانستان کې وژل شوی وي، ولې په پاکستان کې و نه وژل شو، ايا امريکا په دومره وخت کې نه پوهېدله چې ظواهري چېرته دی چې دومره صبر يې وکړ چې هغه افغانستان ته راشي او بيا يې دلته ووژني. دا هر څه يو سياسي توطيه ده.»

په ۲۰۱۱ کې په پاکستان کې د اسامه بن لادن له وژل کېدو وروسته، ايمن الظواهري د القاعده ډلې مشر وټاکل شو او متحده ایالاتو د هغه د وژلو پر سر ۲۵ مېليونه ډالره انعام ټاکلی وو.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه