د امریکا له لوري په کابل کې د القاعده شبکې د رهبر د وژل کېدو له اعلان وروسته د افغانستان سیاسي استازولیو په یوې ګډه بیانیه کې له نړۍ غوښتنه کړې چې له افغان ولس په ځانګړې توګه له افغان ښځو ملاتړ وکړي.
دغه ډېپلماټان زیاتوي، نړیواله ټولنه باید اجازه ورنهکړي چې د افغانستان له خاورې د نورو هېوادونو پر ضد کار واخېستل شي.
پهدې اعلامیه کې راغلي: «دغه برید د دې ښودنه کوي چې دمګړۍ طالبان د القاعدې په ګډون له ترهګرو ډلو سره نږدې اړیکې لري او د افغانستان له خاورې د نورو هېوادونو پر ضد د ترهګریزو بریدونو د طرحه کولو لپاره استفاده کېږي.»
له دې سره سم، چین هم له امریکا غوښتي چې له نورو هېوادونو سره د ترهګرۍ پر وړاندې د مبارزې په برخه کې له دوه ګوني چلند استفاده و نهکړي او د نورو هېوادونو حاکمیت ته درناوی وکړي.
د نړیوالو اړیکو کارپوه سید جواد سجادي وايي: «داسې ښکاري چې په کابل کې د ایمن الظواهري له وژل کېدو وروسته، د طالبانو د حکومت په رسمېت پېژندلو مساله اوس ستونزمنه او لېرې ده.»
د سیاسي چارو کاروپه احمد منیب رسا وايي: «چین په افغانستان کې پانګونې ته لېوال دی، خو دا هېواد په افغانستان کې د ترهګرو ډلو له فعالیتونو ډېر اندېښمن دی.»
له بل لوري د امریکا یو پخوانی پوځي چارواکي هم وايي، په کابل کې د ایمن الظواهري وژل کېدل به د امریکا او طالبانو تر منځ پر اړیکې منفي اغېز وکړي.
په افغانستانکې د امریکا او ناټو ځواکونو پخوانی قومندان ډېوېډ پېټرایوس وايي: «له شک پرته په کابل کې د امریکا هوايي برید چې د الظواهري د وژل کېدو لامل شو، د امریکا او طالبانو پر اړیکو به ډېرې بدې اغېزې وکړي.»
تر دې مخکې اروپايي ټولنې ویلي وو، په کابل کې د الظواهري په وژل کېدو سره له ترهګرو ډلو سره د "طالبانو" د اړیکو د پرېکون په تړاو د کړو ژمنو په اړه شکونه لاپسې ډېر کړي دي.
په دې اړه مو اندونه