Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

زابل کې دوې ښځې او درې سړیان په دُرو ووهل شول

د زابل د اطلاعاتو او کلتور رییس وایي، په دغه ولایت کې د سلګونه کسانو په وړاندې، دوې ښځې او درې نارینه د شرعي قوانینو پر بنسټ په دُرو وهل شوي دي.

د نوموړي په وینا، د دغه ولایت د استیناف محکمې دوه ښځې او یو نارینه د «زنا» او دوه نور کسان د غلا په جرم په سزا رسولي دي.

د زابل سیمه ییزو مسوولینو د دُرې وهلو پر مهال خبریالانو ته اجازه نه ده ورکړې؛ خو د دغه ولایت د اطلاعاتو او کلتور رییس وايي، دوه نور کسان د غلا په جرم له پنځلسو تر شلو درو وهل شوي او یوه یې بیا په یوه میاشت بند هم محکوم شوی دی.

د زابل د اطلاعاتو او کلتور رییس مولوي رحمت الله حماد وايي:«یوه ښځه او یو سړی د زنا به تور مجازات شول چې سړی ۳۹ درې وهل شوی او په شپږ کاله بند محکوم شوی دی همدارنګه ښځه هم ۳۹ درې وهل شوې او په دوه کاله بند محکومه شوې ده. یوه بله ښځه چې د دغو دوو تنو ترمنځ یې نامشروع اړیکه رامنځته کړې وه، ۲۰ دُرې ووهل شوه او په دوو کلونو بند محکومه شوه.»

د اسلامي امارت د ویاند مرستیال بلال کریمي هم په دې هکله وویل:«په هغه ځای کې چې د حدودو مطابق وي او هغه پرېکړه چې د شریعت له مخې شوي وي، طبیعي ده چې په یوه اسلامي نظام کې د اجرا وړ وي.»

له بل لوري په عام محضر کې د دغې سزا په تړاو ډول ډول لیدلوري مطرح شوي دي.

د بشري حقونو فعاله مونسه مبارز هم وايي:«لومړی د حدودو جاري کول خپل شرایط لري او هغه عبارت دي د شاهدانو له لرلو چې با الفعل د جرم په ځای کې موجود وي، دویم دا چې اعتراف پرته ... شوی وي. زه ډاډه یم چې دا دوه پېښې په بشپړه توګه رعایت شوې نه دي او برعکس نقض شوې دي.»

تر دې مخکې د پروان والي ویلي وو چې، د اسلامي امارت رهبر والیانو ته ویلي، ټول پخواني قوانین ملغا دي او تر دې وروسته به یوازې د شریعت قانون حاکم وي.

د پروان والي عبیدالله امین زاده وویل:«چې د ظاهر شاه د وخت اساسي قانون دې استفاده شي. وې ویل چې دا په بشپړه غلطه ده د ظاهر شاه او د اشرف غني د قانون ترمنځ هېڅ توپير نشته. موږ د شریعت له نظام پرته، نه د ظاهر شاه قانون غواړو او نه هم د اشرف غني.»

په افغانستان کې د اسلامي امارت له بیا واک ته رسېدو وروسته دا لومړی ځل دی چې، مجرمین په ښکاره توګه محاکمه کېږي.

د زابل د اطلاعاتو او کلتور ریاست د خبرپاڼې له مخې، دوه ښځې او یو نارینه د زنا په جرم له شلو تر ۳۹ درې وهلي او یو نارینه او یوه ښځه یې په شپږ شپږ کاله او بله ښځه یې په دوو کلو بند محکوم کړي دي.

تصویر بندانگشتی

د زابل د اطلاعاتو او کلتور رییس وایي، په دغه ولایت کې د سلګونه کسانو په وړاندې، دوې ښځې او درې نارینه د شرعي قوانینو پر بنسټ په دُرو وهل شوي دي.

د نوموړي په وینا، د دغه ولایت د استیناف محکمې دوه ښځې او یو نارینه د «زنا» او دوه نور کسان د غلا په جرم په سزا رسولي دي.

د زابل سیمه ییزو مسوولینو د دُرې وهلو پر مهال خبریالانو ته اجازه نه ده ورکړې؛ خو د دغه ولایت د اطلاعاتو او کلتور رییس وايي، دوه نور کسان د غلا په جرم له پنځلسو تر شلو درو وهل شوي او یوه یې بیا په یوه میاشت بند هم محکوم شوی دی.

د زابل د اطلاعاتو او کلتور رییس مولوي رحمت الله حماد وايي:«یوه ښځه او یو سړی د زنا به تور مجازات شول چې سړی ۳۹ درې وهل شوی او په شپږ کاله بند محکوم شوی دی همدارنګه ښځه هم ۳۹ درې وهل شوې او په دوه کاله بند محکومه شوې ده. یوه بله ښځه چې د دغو دوو تنو ترمنځ یې نامشروع اړیکه رامنځته کړې وه، ۲۰ دُرې ووهل شوه او په دوو کلونو بند محکومه شوه.»

د اسلامي امارت د ویاند مرستیال بلال کریمي هم په دې هکله وویل:«په هغه ځای کې چې د حدودو مطابق وي او هغه پرېکړه چې د شریعت له مخې شوي وي، طبیعي ده چې په یوه اسلامي نظام کې د اجرا وړ وي.»

له بل لوري په عام محضر کې د دغې سزا په تړاو ډول ډول لیدلوري مطرح شوي دي.

د بشري حقونو فعاله مونسه مبارز هم وايي:«لومړی د حدودو جاري کول خپل شرایط لري او هغه عبارت دي د شاهدانو له لرلو چې با الفعل د جرم په ځای کې موجود وي، دویم دا چې اعتراف پرته ... شوی وي. زه ډاډه یم چې دا دوه پېښې په بشپړه توګه رعایت شوې نه دي او برعکس نقض شوې دي.»

تر دې مخکې د پروان والي ویلي وو چې، د اسلامي امارت رهبر والیانو ته ویلي، ټول پخواني قوانین ملغا دي او تر دې وروسته به یوازې د شریعت قانون حاکم وي.

د پروان والي عبیدالله امین زاده وویل:«چې د ظاهر شاه د وخت اساسي قانون دې استفاده شي. وې ویل چې دا په بشپړه غلطه ده د ظاهر شاه او د اشرف غني د قانون ترمنځ هېڅ توپير نشته. موږ د شریعت له نظام پرته، نه د ظاهر شاه قانون غواړو او نه هم د اشرف غني.»

په افغانستان کې د اسلامي امارت له بیا واک ته رسېدو وروسته دا لومړی ځل دی چې، مجرمین په ښکاره توګه محاکمه کېږي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه