Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

حقاني: د نړۍ هغه فرمایشتونه به ونه منوو چې له اسلام سره په ټکر کې وي

د کورنیو چارو وزارت سرپرست چې هلمند ته په سفر تللی په یوې غونډه کې وایي چې، اوسنی حکومت به د نړۍ هغه فرمایشونه ونه مني چې، له اسلامي شریعت سره په ټکر کې دي.

د کورنیو چارو وزارت سرپرست سراج الدین حقاني وویل:«د بل چا په تمه مه کېنئ، د بل خو دا خبرې دي چې ته دا ومنه دا ومنه زه به دا درسره ومنم، که دا مو درسره منلئ نو دا شل کاله به مو سره وهلي نه وای؛ منو یې خو په اسلامي اصولو یې منو په خپلو ملي اصولو یې منو.»

هغه ټینګار وکړ، چې ځان بسیاینې ته د رسېدو هڅې افغانستان بهرنیو مرستو ته له اړتیا خلاصولی شي:«تعامل به زده کوي، اخلاق به زده کوي، د خلکو وږه تنده چې په کې وي دا به کموي، دا چې وکړو بیا چې موږ حق کفا شو، بیا به ګټه څه شی وي، ګټه به یې دا وي چې دنیا ته به موږ او تاسې محتاج نه وو.»

بل خوا باورونه دا دي چې، تر څو اوسني حکومت د نړۍوال شرطونه عملي نه کړي، د نړۍوالې ټولنې له لوري به په رسمیت ونه پېژندل شي.

د سیاسي چارو شنونکی احمد منیب رسا وايي:«په هغه صورت کې چې د افغانستان اسلامي امارت سرو کرښو او د نړۍ تعریف شویو ارزښتونو ته په افغانستان کې ژمن شي ډېر ژر د لوېدیځو هېوادونو له خوا په رسمیت پېژندل کېږي.»

د سیاسي چارو شنونکي فهیم چکري: وویل«که چېرې اسلامي امارت نرمښت ونه ښيي نړۍ اسلامي امارت په رسمیت نه پېژني، کله چې اسلامي امارت یې په رسمیت ونه پېژند، بې وزلي زیاتېږي، روغتیايي ستونزې زیاتېږي.»

د کورنیو چارو وزارت سرپرست د اسلامي امارت له چارواکو غواړي،چې له خلکو سره ښه چلن وکړي.
 
د کورنیو چارو وزارت سرپرست سراج الدین حقاني څرګنده کړه:«دا ولس له موږ څه غواړي دا شل کاله خو دوی حکومت نه دی لیدلی، فاسد حکومت و، اوس له موږ او تاسو مینه غواړي، ښه اخلاق غواړي، طبعاً دا چې سړی حکومت ته ورسېږي هوا یې لږ پورته شي.»

تر دې وړاندې د اسلامي امارت مشر د فرمانونو په خپرولو سره د اسلامي امارت له ځواکونو نه غوښتې وو،چې له خلکو سره ښه چلند وکړي او ورسره همکار و اوسي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه