تېر ماښام د کابل ښار چنداول ته نږدې سیمه کې چاودنه شوې ده.
د عیني شاهدانو په وینا، چاودنه په یوه ښاري بس پورې د نښلول شوي مقناطیسي ماین د چاودنې له کبله رامنځته شوې ده.
د دې چاودنې ټپیان ابن سینا او ایمیرجنسي روغتونو ته لېږدول شوي دي.
امنیتي کسانو تر دې دمه په دې اړه څه نهدي ویلي.
ورته مهال په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویه ادارې (یوناما) پر ټویټر پاڼه لیکلي، په کابل کې د وروستیو چاودنو پر مهال ۱۲۰ کسانو ته مرګژوبه اوښتې ده.
یوناما همداراز غوښتنه کړې چې د عاشورا په ورځو کې د چاودنو د مخنیوي لپاره دې د هېوادوالو امنیت ته لا ډېره پاملرنه وشي.
تر دې مهاله د دې چاودنې مسوولیت کومې ډلې پر غاړه نهدی منلی.
په دې اړه مو اندونه